زمونږ په هکله پوهه شئ

کابل پوهنتون د هیواد یو قدیمي، لوی او معتبر دولتي پوهنتون دی، چې په ۱۹۳۲ ز کال کې تاسیس شوی. اوس مهال ۲۲ پوهنځي، ۱۰۱ ډیپارټمنټونه، د پوهنتون علمي کدر ۸۶۷ غړي او ۲۵۲۰۰ محصلین د دې پوهنتون بنسټ جوړوي.

 

زمونږ په هکله پوهه شئ

زمونږ ماموریت

زمونږ ماموریت له تدریس او زده کړې پراخ دی او موږ له لومړي نسل څخه د پوهنتونونو دوهم نسل ته د تلو لپاره کابل پوهنتون له دودیز حالته په څیړنې ولاړ پوهنتون بدلولو لپاره یو بنسټیز چوکاټ وړاندې کوو.

لید

زموږ لید د کیفیت، اندازې، علمي او څیړنیزې ونډې اخیستو ته په کتو سره په هیواد او سیمه کې غوره پوهنتون دی.

ماموریت

موږ د ملي او نړیوال کیفیت معیارونو سره سم د استعدادونو روزنې لپاره علمي، مسلکي او د څیړنې فضا چمتو کوو.

موخې

کابل پوهنتون د نړۍ د اکاډمیک شهرت لرونکو پوهنتونونو په منځ کې ثبت او خپل محصلین په پوهه سمبال او په کوربه موسسه یا هیواد د دې پوهنتون بدلول مو موخه ده.

موخې

زموږ موخه د زده کړې اوښتون پر بنسټیز کولو او د پوهې بدلون ته د بنسټ ایښودلو تګلاره باندې ټینګار دی.

د کابل پوهنتون لومړیتوبونه

په عملي توګه، په هیواد کې د لوړو زده کړو عمومي ستراتیژیو ته په کتو، موږ تل د سیسټم په بدلولو کې د یوې ګډې موخې په لور حرکت کوو او د نړۍ په کچه لوړې درجې پوهنتونونو کې د کابل پوهنتون داخلولو لپاره ګټور نوښتونه تر سره کوو.

د څیړنې پرمختګ

کابل پوهنتون د سټراټیژیکو اړخونو څخه د څېړنې برخه او په پوهنتون کې څېړنه ده، چې مونږ په هغه کې د کابل پوهنتون د استادانو له لوري د کیفیت او کمیت زیاتوالي دوه میتودونه لرو.

د OBE غوښتنه

د کابل پوهنتون دوهم ستراتیژیک اړخ د ښوونکي په بنسټ د زده کونکي مشغولیت ته حرکت ورکول دي، چې په 2017 کال کې یې بنسټ ایښودل شوی او زموږ هڅې د هغې د بنسټیزه کېدو پورې غځوي.

ښه حکومتوالي

ښه حکمراني زمونږ د بنسټ د ملاتیر (ستون فقرات) او زمونږ د سټراټیژیکو برنامو په لړ کې د کابل پوهنتون درېم سټراټیژیک اړخ دی.

د کیفیت تضمین

د کیفیت تضمین د کابل پوهنتون زړه دی او زمونږ د موخو لپاره زیات مهم دی. کابل پوهنتون پدې وروستیو کې د لوړو زده کړو وزارت څخه د راتلونکو ۵ کلنو لپاره د کیفیت تضمین ملي سند تر لاسه کړ. 

 

 

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم