د کابل پوهنتون د رئیس پیغام

۱ اونی 4 ورځې ago

د کابل پوهنتون ویاړي چې د تاسیس له لومړۍ ورځې یې تر ننه د افغاني ټولنې په خدمت، پرمختګ، رهبرۍ او ارتقاء کې مهم رول او مثبت اغیز لرلی.

طبيعي ده چې تېرو څلورو لسيزو ناخوالو به د کابل پوهنتون هم زيانمن کری او ظرفيتي پرمختګ به يې تر يوه حده ټکنی کړی وي، ژمن يو چې د دغه ملي علمي څلي زیانمن اړخونه د الله تعالی په مرسته په خپل ټول توان سره ژر تر ژره بیرته ورغوو.

له شل کلن اشغال نه د هیواد له ازادۍ وروسته، اوس تر بل هر وخت د دې فرصت زیات دی چې په دې اکادمیک بنسټ کې د دیني او ملي ارزښتونو له روح سره برابر تحصیلي چاپیریال برابر شي. دا کار زموږ له لومړيتوبونو څخه دی او خپله دنده ګڼو چې د آینده افغانستان لپاره داسې متدین قیادتونه وروزو چې د مسلکي پوهې ترڅنګ په خپل افغاني هویت او فرهنګ د غرور احساس هم ولري. باور لرم چې د کابل پوهنتون علمي کادرونه دغه هدف ته ژمنتيا لري.

د کابل پوهنتون د خپل 90 کلن تاريخ په اوږدو کې د افغان محصيلنو ترڅنګ ګڼو بهرنيو محصلانو ته هم په بيلابيلو برخو کې د تحصيل لپاره د پام وړ فرصت برابر کړی او د لا نورو هرکلی کوي.

خوښ یم چې د کابل پوهنتون په استازیتوب بلنه درکوم چې د دې اکاډميک بنسټ له دوه ويشتو پوهنځيو او څه باندې سلو ډيپارټمنټونو څخه يو د خپلو لوړو زده کړو لپاره انتخاب کړئ او په دې توګه د خپل ولس لپاره د رښتیني خدمت جوګه وګرځئ.

ستاسو د برياليتوب په هيله.

دکتور اسامه عزيز

دکابل پوهنتون رئيس

تازه خبرونهنور دلته

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۱ - ۱۵:۵۳
Background image

د کابل پوهتنون د علمي شورا نوبتي غونډه وشوه

د کابل پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه د روان کال د مرغومي(جدي) پر یوویشتمه د سې شنبې پر ورځ د کابل پوهنتون د علمي شورا په تالار کې وشوه. په نوموړې غونډه کې چې د کابل پوهنتون د رییس. . .

شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۸ - ۱۱:۱۳
Background image

د کابل پوهنتون خدماتي کارکوونکو ته خوراکي توکي وویشل شول

څلور قلمه خوراکي توکي، چې اوړه، غوړي، بوره او چای شامل وو، د پنجشنبې په ورځ د کابل پوهنتون د مالي او اداري مرستیالي سرپرست سره په همغږۍ او حضور کې د "ستاره صبح" موسسې له لوري د دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۷ - ۱۵:۲۲
Background image

د کابل پوهنتون رئیس د ترکيې هیواد رسمي پلاوي سره وکتل 

د روان شمسي کال د جدي په 5 تاريخ د کابل پوهنتون رئیس  دکتور اسامه (عزيز) د ترکيې هيواد څخه راغلي یو رسمي پلاوي سره په خپل دفتر کې ملاقات درلود.
پدې ليدنه کې د پوهنتون رئیس یاد پلاوي ته. . .

پېښېټولې پېښې

یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۷ - ۱۰:۵۷ کابل پوهنتون
Background image

په کابل پوهنتون کې د مرحوم الف شاه ځدران د مړینې په اړه د قران کریم ختم او یاد غونډه جوړه شوه

د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي استاد مرحوم پوهاند دکتور الف شاه ځدراڼ د مړينې په هکله د قران کریم ختم او یادغونډه د روان کال د تلې میاشتې په ۲۳ نېټه د کابل پوهنتون رییس او . . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱ کابل پوهنتون
Background image

په کابل پوهنتون کې د اکتوبر له دولسمې د " سپینې امسا (ړندو) نړیواله ورځ " څخه لمانځنه وشوه

د روان کال د تلې میاشتې په ۲۳ نېټه په کابل پوهنتون کې د اکتوبر دولسمې «د سپېنې امسا (ړندو) نړۍ والې ورځې څخه د لوړو زده کړو وزارت نوماند داکټر بصیر عباس، د کابل پوهنتون رییس دکتور . . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۲ - ۱۳:۴۶
Background image

په کابل پوهنتون کې د اسلامي شبکه کاري او معرق کاري هنري نندارتون جوړ شو

په کابل پوهنتون کې د اسلامي شبکه کاري او معرق کاري هنري شبکې ۴۱ با ارزښته اثارو نندارتون وګړو ته د ورپېژندنې په موخه د یوې غونډې په لړ کې معرفي شو. دا غونډه د روان کال د وږي میاشتې په . . .

کارموندنهنور دلته

دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۱ - ۱۲:۲۰
Background image

دکابل پوهنتون د اداري بستونه خبرتیا!

د افغانستان اسلامي دولت د لوړو موخو او  د سالمې ادارې د سمون لپاره د کابل پوهنتون د بشري منابعو امریت د معاش رتب د نوي سیسټم د پلي کېدو په موخه لاندې  اداري بستونه اعلان ته وړاندې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۱۶:۳
Background image

د چینایی څانګی دکادری بست په اړه د ژبو او ادبیاتو پوهنځي خبرتیا!

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د چینایی څانګې یو  خالي بست اعلان کړی دی. په شرایطو برابرکسان چې د  لیسانس،ماسترۍ او دوکتورا سند ولري، خپل غوښتنليک، تحصیلي اسناد او د نمرو کاپي . . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۱۵:۵۷
Background image

دفوتوگرافی څانګی دکادری بست په اړه د ښکلو هنرونو د پوهنځی خبرتیا!

د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د فوتوگرافی څانګې یو خالي بست اعلان کړی دی. په شرایطو برابرکسان چې د ماسترۍ او دوکتورا سند ولري، خپل غوښتنليک، تحصیلي اسناد او د نمرو کاپي له  ۱۴۰۰ . . .

وروستۍ خبرتیاوېنور دلته

یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۵ - ۸:۲۷
Background image

تدارکاتي اعلان !

د ۱۴۰۰ مالي کال اړتیاوې په کابل پوهنتون کې په دوه لاټه کې قرطاسیه باب او تنظیفاتي موادو تهیه او تدارکو پروژه اعلانیږي

د زیاتو معلوماتو او د موادو د ‌‌‌‌‌‌ډول لپاره لاندې لینک ته ورشئ

. . .
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۴ - ۹:۱۳
Background image

د کابل پوهنتون د فوق لیسانس زده کړو(ماسټري او دکتورا) د برنامې خبرتیا!

په پام کې ده د کابل پوهنتون د ماسټري په ټولو برنامو (د لاندې جدول پر بنسټ) کې د ۱۴۰۰ ل.ل کال لپاره محصلین ومني.پدې توګه د ماسټري برنامې نوملیکنې بهیر د (۱۴۰۰ د وري ۲) نېټې څخه پیل او د . . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۱ - ۱۶:۱۰
Background image

تدارکاتي اعلان !

تدارکاتي اعلان
د ۱۴۰۰ مالي کال اړتیاد کابل پوهنتون د پوهنځیو لابراتواري موادو، ویایلو او تجهیزاتو برابرولو پروژې تدارکاتي اعلان

د زیاتو معلوماتو او د موادو د ‌‌‌‌‌‌ډول لپاره لاندې . . .

All Media

د کمال خان بند د پرانیستې په پار د افغانستان د اوبو مطالعه او مدیریت تر عنوان لاندې علمي او څېړنیز کنفرانس

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل

د کابل پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي او دریاضیاتو پوهنځيو د نوې ودانۍ پرانیسته