دعلمی څیړنو مرکز

په هر هیواد کې د پرمختګ او پراختیا لپاره سائینس او پوهې ته  اړتیاده  او دا دواړه عنصره په ښه ډول د علمي څیړنو په ترسره کولوسره ترلاسه کیدای شی. پرمختګ اوپراختیا د اقتصادي، ټولنیز، کلتوري او صنعتي پرمختګونو مهم عناصر دي  چې  د هر هیواد سیاسي پرمختګ پرې ولاړ وي. څرنګه چی  زیاتره تکنالوژي او صنعتي تولیدات د علمي څیړنو په پایله کې رامنځته کیږي او نوی والی مومي، نوپه دې اساس په نړۍ کې هیڅ داسې یو هیواد نشته چې له علمي څیړنو پرته اقتصادي او صنعتي پرمختګونو ته لاره  پیداکړي.

 له همدی کبله علمی څیړنو او تکنالوژیوته لومړیتوب ورکول یو له بنسټیزو ضرورتونو د یوی  پرمختللې ټولنې څخه دی.

تاریخچه

کابل پوهنتون په هیواد کې لومړنی، لرغونی او باوري لوړ علمي مرکز دی چې دعلمي څیړنو اساسي مرکزیی ((دعلمي څیړنو مرکز)) تر نامه لاندې په (۱۳۴۲) لمریز کال کې رامنځته کړ. دعلمي څیړنو مرکز  تر ۱۳۷۰لمریز کاله پورې د یوه لوړعلمي مرکز په توګه  د بین المللي معیارونه سره سم فعالیت کولو او په بیلابیلو څانګو کې علمي څیړنې ترسره کیدې. له بده مرغه دغه علمي څیړنیز مرکز هم د هیواد دنوروعامه  بنسټیزو ادارو غوندې په  د تیرو داخلی جګړو جریان کی زیانمن شو او له کاره ولوېد. دی مرکزپه ۱۳۸۱  لمریز کال له سره کار پیل کړ او اوس مهال د علمي څیړنو په ترسره کولو کې مهم رول لوبوي او د هیواد د ټولو علمي ارګانونو سره علمی او څیړنیزې مرستې  کوي.

د څیړنې شورا

دڅیړنې شورا د تصمیم نیونې او دعلمي څیړنو د طرحې لوړه مرجع ده او د وړاندېز شویوڅیړنیزو پروژو د ارزیابی صلاحیت لري. د دې شورا پرېکړې د علمي شورا له تائید او د کابل  پوهنتون د ریاست تر منظورۍ وروسته د اجرا وړ دي.

د څیړنې شورا د پوهنځیو له  باصلاحیته استازو جوړه ده او لاندې ټاکلې دندې پرمخ وړي:

  • د وړاندېز شوو څیړنیزو علمي پروژو بررسی کول.
  • د علمي کادر غړو هغو پروپوزلونو ارزیابی چې په علمي ترفیعاتو کې ترې ګټه پورته کوي او د دوکتورا او ماسترۍ برنامو د محصلینو پروپوزلونو ارزیابی کول.
  • د څیړنی د راپورونو کتنه او ارزیابی کول.
  • د وړاندېز شوو څیړنیزو پروژوباندې غور اوبیا کتنه او د هغې د ترسره کولو  سره موافقه کول.
  • د څیړنیزو پروژو د بشپړولو وخت ټاکل.
  • د څیړنیزو پروژو ارزونه اود لایحې له مخې د څیړنې حق الزحمه(حق التحقیق)  ټاکل.

دعلمي څیړنو مرکز موخې

دعلمي څیړنو مرکز بنسټیزې موخې:

د علمي څیړنو د مرکز اصلي هدف کابل پوهنتون کې د ظرفیتونو د لوړولو  په موخه د څیړنو پیاوړتیا  او د معیاري علمي څیړنو ترسره کول دي.

دعلمی څیړنو مرکز فرعي موخې:

  • دعلمي څیړنو عصری اوپه  معیار برابر  سیستم رامنځ ته کول  او داکاډمیکي، دولتي او خصوصي سکتورونو د ستونزو د حل لپاره د هغه پیاوړی کول.
  • د ملي اقتصاد دودې  په موخه  وزارتونو، تصدیو، او نورو دولتي او غیر دولتي مؤسساتوسره علمې مرستې او سلا مشورې ورکول.
  • د دولت اونورو ملي او نړیوالو مرستندویه مؤسسو په مالي مرستو د استادانو لپاره  دعلمي څیړنو روزنیز ورکشاپونو جوړول.
  •  د پوهنځیو په کچه د ځوانو علمي کدرونو د مهارتونو د ودی لپاره د هغو کدرونو د تجربو چې دعلمي څیړنو په سرته رسولو برخه کې یې لري، شریکول. 
  •  دعلمي ترفعیاتو، دماستری او دوکتورا  د تیزسونو او مونوګرافونو د لیکلو لپاره  د معیاري څیړنو تر سرکولو لپاره  خاصه پاملرنه کول.
  • په کابل پوهنتون کې د څیړنیز ځواک پیژندل او هغوی سره همغږي.
  • ځوانو علمي کدرونو ته د تجربو لیږدولو آسانتیاوې برابرول.
  • دکابل پوهنتون علمي څیړنو مرکز او د نورو کورنیو او نړیوالو علمي مرکزونو ترمنځ د اړیکی رامنځته کول.
  • دعلمي څیړنو لپاره د دولتي، ملي او نړیوالو ادارو له لارې د سرچینو برابرول.

دعلمي څیړنو مرکز اصلي  دندې:

  •  په علمی څیړنیزو چارو کې مرسته اوعلمی لارښونی کول.
  • کورنیو او بهرنیو څیړونکو ته د آسانتیاوو برابرول.
  • دولتي ادارو، وزارتونو، کورنیو او بهرنیو خصوصي ادارو سره د علمي مشورو او څیړنو په برخه کې مرستې کول.
  • په دولتي او خصوصي سکتورونو کې د معیاری حق الزحمې په بدل کې د علمي چارو، څیړنیزو او مشورتي مرستو ترسره کول.
  • د بیلابیلوکورنیو او بهرنیو علمي  او څیړنیزو مؤسساتو سره د اړیکو جوړول او ساتل.
  • د ورکشاپونو، سمینارونو، کورسونو او علمي ناستو له لارې د علمي څیړنیزو میتودونو سره آشنایي.
  • دعلمي څیړنیو د پراختیا لپاره د مرسته کوونکو هیوادونو، ملي او بین المللي مؤسساتو مرستې راجلبول.
  • دکابل پوهنتون دخپرنیزې پالیسۍ له مخې دڅیړنو پایلې خپرول.
 

ماموریت:

د کابل پوهنتون د علمي څیړنو مرکز ماموریت د علمي څیړنو وده او پراختیا او په بیلا بیلو څانګوکې د پرمختللو معیاری څیړنو کول  د یوی  پرمختللی ټولنی د ښیرازی په موخه دی.

لرلید:

د کابل پوهنتون دعلمي څیړنو مرکز لید لوری  دادی چی نوی نوښتونو، ابتکاراتو او علمي څیړنوپه وړاندې کولو کې مخکښ اوسي او یو بې جوړې علمي چاپیریال د علمي کدرونو، د پوهنتون فارغانو، دولتي او غیر دولتي ادارو د ملاتړ په موخه رامنځ ته کړي  تر څود هیواد د پرمختګ  سبب شي.

 

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم