لابراتوارونه او کتابتون
د وترنري علومو پوهنځۍ په په دې وروستیو کی 14 مجهز لابراتوارونه، تدریسي کلینیک او د څارویو څیړنیز څړځاینونه جوړ کړي دي. پوهنځۍ یو کتابتون هم لري چې څه د پاسه ۴۰۰۰ جلده کتابونه، درسي مواد او علمي مجلې په ملي او نړیوالو ژبو لري. دغه کتابتون هره ورځ په رسمي وخت کې خلاص وي او استادانو، محصلانو او نور علاقمندان ورڅخه ګټه اخلي.