"په افغانستان کې د حلالې غذا تولید، ستونزې او حللارې" علمي سيمينار جوړ شو

tariq_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۵:۵۰
325633

په کابل پوهنتون کې د «په افغانستان کې د حلالې غذا تولید، ستونزې او حللارې» تر عنوان لاندې علمي سیمینار جوړ شو. په دغه سیمینار کې د پوهنتون استادانو او محصلینو ګډون درلود.

د موضوع وړاندې کوونکی د زراعت پوهنځي رئیس ښاغلی پوهنمل صفي‌الله جوهر و، چې په خپلو خبرو کې یې د حلالې غذا د دیني اړخونو تر څنګ د روغتیا، اقتصاد، وارداتو او ټولنیز باور پر ارزښت ټینګار وکړ. نوموړي وویل چې د حلال سیستم یوازې په غذا پورې محدود نه دی، بلکې درمل، مالي چارو، سینګار وسایلو، لباس او سیاحت ته هم غځېږي.

د سيمينار په ترڅ کې يادونه وشوه چې افغانستان زیاتره غذایي توکي له بهر څخه واردوي، نو اړینه ده چې د هغوی د سرچینې، ترکیب او تولید د څارنې او کنټرول علمي سیستمونه فعال شي. همداراز وړاندیز وشو چې د هېواد په کچه د حلال ملي مرکز جوړ او د افغانستان حلال برنډ معرفي شي، څو د اسلامي هېواد په توګه د افغانستان تولیدات نړیوالو مارکېټونو ته په ښه توګه وړاندې شي. حلاله غذا یوازې ديني اړتیا نه، بلکې یو لوی اقتصادي فرصت یې هم وباله، ځکه نړیوال مارکېټ یې تریلیونونه ډالر ارزښت لري او اوس مهال په دې برخه کې غیر اسلامي هېوادونه مخکښ دي.

یاده دې وي چې تر دې وړاندې هم کابل پوهنتون ورته سيمينارونه ترسره کړي، څو اړونده بنسټونه د عملي اقداماتو لپاره د سلا مشورو پر لور وهڅوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۹:۲۲
Background image

د کابل پوهنتون درې نړيوال علمي ژورنالونه د اسلامي نړۍ د علم او ټکنالوژۍ د څار او استناد موسسې لخوا انډېکس شول

د کابل پوهنتون درې نړيوال علمي ژورنالونه (د طبیعي علومو نړیوال ژورنال، د ټولنیزو او بشري علومو نړیوال ژورنال او د اسلامي مطالعاتو نړیوال ژورنال) رسما د اسلامي نړۍ د علم او ټکنالوژۍ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۰:۴۲
Background image

د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه ورکشاپ ترسره شو

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لوري "په علمي څېړنو کې د مصنوعي ځیرکتیا د سهولتونو او په اخلاقي چوکاټ کې ستونزو“ تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ د پوهنتون مسلکي ترینر پوهنیار سید. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۹:۱۶
Background image

د کابل پوهنتون د خواخوږۍ او ډاډګېرنې پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

《كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ۗ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۖ فَمَن زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ ۗ. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: