ممتاز او مستحق محصلان په نغدي ډالیو وستایل شول
د کابل پوهنتون د بيلابيلو پوهنځیو ممتاز او مستحق محصلان په نغدي ډالیو وستایل شول. دا نغدي ډالۍ په کابل کې د چین د سفارت له لوري چمتو شوې وې.
په همدې مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون مسؤولينو، د چین د سفارت ډیپلوماټیک پلاوي، د پوهنتون استادانو او محصلانو ګډون درلود.
په دې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت مسؤولینو د چین د سفارت له دې اقدام څخه مننه وکړه او دا يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي همکاریو او علمي ملاتړ په برخه کې مهم ګام وباله. همداراز يې اړينه وبلله چې د ساينس او ټکنالوژۍ په برخه کې دواړو هيوادونو د پوهنتونونو ترمنځ علمي اړیکې رامنځته او لا پياوړې شي.
په کابل کې د چین د سفارت شارژدافیر، ښاغلي سون يي، د نغدي ډالیو د ورکړې موخه د افغان محصلانو هڅونه وبلله او هیله یې څرګنده کړه دا ځوان نسل به د افغانستان په پرمختګ کې فعال رول ولوبوي. نوموړي همداراز څرګنده کړه چې علمي همکاري به د دواړو هېوادونو اړیکې لا پیاوړې کړي.
د غونډې په پای کې اتيا تنو مستحقو او ممتازو محصلانو ته نغدي ډالۍ او ستاینليکونه ورکړل شول.
