د کابل پوهنتون مرکزي لیلیې محصلینو ته د کمپیوټر، انګلیسي او عربي ژبې زده کړې کورس دایر شو

tariq_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۴ - ۹:۳۶
391

د کابل پوهنتون مرکزي لیلیې محصلینو ته په مختلفو وختونو ( د سهار او ماسپیښین) لخوا د کمپیوټر، انګلیسي او عربي ژبې زده کړې لنډمهاله کورسونه دایر شول. ددې کورسونو موخه د معلوماتي تکنالوژۍ او نړیوالو ژبو کې د محصلینو علمي او عملي مهارتونو کچه لوړېدل بلل شوي دي.

د یادو کوروسونو په پیل غونډه کې د کابل پوهنتون محصلانو چارو مرستیال ښاغلي صلاح الدین ایوبي د پوهنتون دلیلیو آمریت ددې نوښت څخه مننه او ستاینه وکړه او یادې برنامې یې د محصلینو د ظرفیت لوړلو لپاره اغیزمن او ګټور ګام یاد کړ.

ښاغلي ایوبي له محصلینو و غوښتل؛ ترڅو له شته فرصتونو پوره ګټه واخلي او د لیلیې چاپیریال پر اکاډمیک او د ورورۍ پر چاپیریال بدل کړي. نوموړي همدارنګه ټینګار وکړ؛ چې دفتر یې تل د محصلین پرمخ خلاص وي او هغوی کولای شي خپل وړاندیزونه او غوښتنې ورسره شریکې کړي.

په دې غونډه کې د کابل پوهنتون مرکزي لیلیې عمومي مدیر ښاغلي وحیدالله سادات د یاد کورس پرمخ بیولو په جزیاتو خبرې وکړې او هغه یې د محصلینو لپاره اړین وباله.

د کابل پوهنتون نشراتو آمر ښاغلي قاضي رحیم الله ندیم د لیسانس څلورکلنه دوره یې طلایي فرصت یاد کړ او له محصلینو یې غوښتنه وکړه؛ که دوی وغواړي د علم او پوهې په برخه کې پرمختګ وکړي باید د معلوماتي تکنالوژۍ او نړیوالو ژبو په زده کړه کې وروستۍ هڅې وکړي.

ښاغلي پوهنیار سید علي موسوي د کمپوټر رشتې استاد وویل: نوموړي کورسونه د اړتیا په بنا پیل شوی او دمحصلینو شتون پکې اړین دی. نوموړي زیاته کړه؛ چې د تحصیل په دوره کې چې کله په لیلیه کې اوسیده یاد فرصتونه دوی ته آماده نه وو؛ خو له نیکمرغه د اوسنیو مسؤلینو له برکته دا ډول فرصتونه چمتو دي او هیله لرم چې محصلین له هغه پوره ګټه واخلي.

همدارنګه د انګلیسي ژبې استاد ښاغلي سید میرآغا مهجور او د عربي ژبې استاد ښاغلي قیام الدین پخپل نوبت خبرې وکړې. د یادې غونډې په پای کې د کابل پوهنتون لیلیو آمر ښاغلي طاهر عادل له استادانو څخه چې په افتخاري توګه د محصلینو لپاره د تدریس چارې پرمخ وړي مننه وکړه او یاده کړنه یې د دوی د ملي او اسلامي احساس بیلګه وبلله.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۲ - ۱۲:۱۹
Background image

د حقوقي ستاژ ۱۳پړاو دوهمې تمثیلي محکمې سیالي ترسره شوه

د کابل پوهنتون حقوقي زده کړو ملي مرکز حقوقي ستاژ ۱۳ پړاو دوهمې تمثیلي محکمې سیالي د روان کال د تلې په ۱۱نېټه د سه شنبې په ورځ ترسره شوه.

په نوموړې محکمه کې د معمول مطابق د قضایي هیئت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۲ - ۱۱:۳۸
Background image

له سلو تنو څخه زیاتو محصلینو د څیړنې ترسره کولو چارو، ددندې مهارتونو او کمپیوټر اکسېل پروګرام په برخو کې زده کړې وکړې

نوموړی پروګرام د کابل پوهنتون محصلینو خدماتو انسجام آمریت لخوا ترسره شو، چې پکې ۴۰ تنه د دندې مهارتونو، ۴۵ تنو د څیړنې ترسره کولو چارو او ۴۷ تنو  نورو د کمپیوټر اکسېل پروګرام په برخو کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۹ - ۱۶:۳۷
Background image

د افغانستان پرځان بسياینې لپاره د زرغون انقلاب لومړي نړیوال کنفرانس پېژند غونډه ترسره شوه

د روان کال د تلې په ۹ مه نېټه یک شنبه د کرنې په برخه کې د افغانستان پرځان بسیاینې لپاره د زرغون انقلاب نړیوال کنفرانس دوهمه پېژند غونډه؛ چې پام کې ده؛ د روان کال په پای کې د کابل. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

کابل پوهنتون د نارینه محصلینو په لیلیه کې د اوبو فلتر کولو دوه پایې ماشینونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

د کابل پوهنتون استادانو ته د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ ندا محمد ندیم صاحب د وینا یوه برخه:

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فارغ التحصیل محصلینو د فراغت غونډې مراسم تر سره شول

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فراغت غونډې د عکسونو البوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم