عاليقدر امیر المؤمنين -حفظه الله- په کابل پوهنتون کې علمي-څېړنيز کنفرانس ته وينا وکړه
د ا.ا.ا محترم زعيم عاليقدر-اميرالمؤمنين -حفظه الله تعالی ورعاه- نن په کابل پوهنتون کې د علماء کرامو، د پوهنتونونو استادانو او څېړونکو يوې سترې علمي غونډې ته وينا وکړه.
محترم زعيم –حفظه الله تعالی- په خپله وينا کې د پوهنتونونو د استادانو او څېړونکو د هغو علمي هڅو ستاينه وکړه چې د فرامينو او قوانينو په اړه دائر شوي علمي-څېړنيز کنفرانس ته وړاندې شوي دي او دا کار يې د اسلام او مسلمانانو لپاره يو لوی خدمت وګاڼه.
همداراز يې علماء کرامو ته په خطاب کې وفرمايل چې بايد تاسو خلکو ته اسلامي امارت تعريف او د هغه په حقيقت يې پوه کړئ. همدارنګه يې پر وحدت او اطاعت ټينګار وکړ او ويې ويل: د امي،ر د نصب څخه مقصد دا دی چې مسلمان سره متحد شي او ملوک الطوائفي ورکه شي، په شريعت باندې عمل کول او د الله تعالی پر دين اعتصام کول پرته له شرعي امير څخه ممکن نه دی، «واعتصموا» امر د امير په نصب پورې موقوف دی.
عـاليـقدر زعيم –حفظه الله تعالی- د امارت د زعيم په حيث د خپل مسؤوليت قبلولو ته په اشاره وويل چې دا مې د فتنې د دروازې د بندولو په خاطر قبول کړ، ترڅو مسلمانان بې قيادته نه شي، زما يقین و چې زه به هم ش،هيد کيږم، خو دا مې فيصله وه چې د خپل سر په قربانۍ بايد دا مسلمانان وساتم، زما سر اوس هم د مسلمانانو د حفاظت لپاره قربان دی، الله تعالی چې مونږ ته توفيق راکړي چې د اسلامي نظام حق اداء کړو.
همداراز يې د اديبانو، شاعرانو او ليکوالانو مسؤوليت ته په اشاره وويل چې د دې ضرورت دی چې په نثر او نظم دواړو کې د اسلامي نظام حمايت وشي، دوی دې له دې صفت او فرصت څخه ګټه پورته کړي.
عالـيقدر زعيم –حفظه الله تعالی- د محصلانو د مسلکي درسونو د اهميت ترڅنګ يې د هغوی په ديني او فکري روزنې ټينګار وکړ او محصلانو ته په خطاب کې يې وويل: عصري علمونه د ديني علم خادمان دي، تاسو به دا علوم په دې نيت کوئ چې د دين او مسلمانانو خدمت وکړئ، له دې سره به په دين هم ځان پوه کوئ او د ديني علم ضروري احکام به زده کوئ. همداراز يې د پوهنتونونو استادانو ستاينه وکړه چې په پوهنتونونو کې يې معنوي اصلاحات راوستلي دي.
د يادونې ده چې په کابل پوهنتون کې په دې علمي څېړنيز کنفرانس کې، چې د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ او د وردګ پوهنتون په امتياز جوړ شوی، د هيواد دننه او بهر د لسګونو پوهنتونونو د استادانو او څېړونکو لخوا ليکل شوې شاوخوا ٩٦٠ علمي مقالې وړاندې کيږي.
