د کابل پوهنتون رییس د سیمه ييزو همکاریو سازمان (ECO) غړو پوهنتون رییسانو په لومړي سمپوزیم کې ګډون او خبرې وکړې

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۷ - ۱۱:۴۵
ku

د روان ۱۳۹۹ د کب په ۱۴، چې د ۲۰۲۱ز د مارچ په ۴ نېټې د پنجشنبې په ورځ د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د سیمه ییزو همکاریو سازمان (Economic Cooperation Organization-ECO) د پوهنتونونو رییسانو لومړني سمپوزیم، چې « د دې سازمان د لسو غړو هیوادونو د پوهنتونونو د همکاریو د اړیکو جوړول» او « د غړو هیوادونو مهمو او بنسټیزو اړتیاو د انعطاف پیاوړي کولو» موضوعاتو باندې د بحث په موخه په انلاین ډول جوړه شوې وه ګډون او خبرې وکړې.

پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د دې سمپوزیم په جوړېدو خوښي او له جوړوونکو څخه یې د مننې ترڅنګ د کابل پوهنتون نوې برنامې، لاسته راوړنې او لوړې موخې یې معرفي او له دې سمپوزیم څخه په ګټه اخیستنه یې لاندې وړاندېزونو باندې تاکید وکړ:

  1. د ګډو علمي څېړنو، د زده کړه ییزو ګډو برنامو او ننګونو ته منعطف او د سیمې هیوادونو مهمو معضلاتو لپاره د همکاریو د نوي پلاټفورم جوړول؛

  2. د دې سازمان د غړو هیوادونو د پوهنتونونو ترمنځ د علمي او زده کړه ییزو همکاریو لپاره د مجازي اړیکو مناسب چاپېریال جوړول؛

  3. د محصلینو او استادانو تبادلې اغېزمنو برنامو جوړول؛

  4. د سیمه ییزو همکاریو سازمان غړو هیوادونو کې د لوړو زده کړو بنسټونو کې د کیفیت او باور ورکونې عالي ګډ نظام جوړول؛

  5. د سیمه یزو همکاریو په سازمان کې د ګډو سیمه ییزو وړتیاوو چوکاټ (Qualification Framework) جوړول.

پدې سمپوزیم کې د شاملو ۱۹ پوهنتونونو د رییسانو: کابل پوهنتون، د استانبول پوهنتون، د قزاقستان الفارابي ملي پوهنتون، د مشهد فردوسي پوهنتون، د اذربایجان خزر پوهنتون، د تاجکستان عبدالله رودکي پوهنتون، د قرغزستان هیواد د قرغیز-روسي پوهنتون، د پاکستان هیواد څخه د لاهور ښځینه پوهنتون، د ازبکستان هیواد د تاشکند دولتي پوهنتون، د ترکمنستان دولتي پوهنتون، د هرات پوهنتون، د قزاقستان هیواد د ګاملیوف یوراسین ملي پوهنتون، د انقرې پوهنتون، د شریف صنعتي پوهنتون، له تاجکستان څخه تاجیک دولتي پوهنتون، له پاکستان څخه د کراچۍ پوهنتون او پنجاب پوهنتون، د ترکمنستان هیواد د انساني او پراختیايي علومو پوهنتون او د قرغزستان د جاسپ بالاساګین دولتي پوهنتون په ګډون جوړ شوی وو.

د سیمه ییزو همکاریو سازمان- ایکو یو سیمه ییز اقتصادي سازمان دی. دا سازمان په لومړي ځل په  ۱۳۴۱ هـ.ل یا (۱۹۶۲ م) کې د درې ایران، پاکستان او ترکیې هیوادونو له لوري د «آر سي ډي» یا « د سیمه ییزو همکاریو ابادي» په نوم بنسټ کېښود. د شوروي تر ماتې وروسته په ۱۳۷۲ کال کې افغانستان، د اذربایجان جمهوریت، قزاقستان، ترکمنستان، قرغیزستان، ازبکستان او تاجیکستان هیوادونه هم له ایکو سازمان سره يو ځای شول.

دا سازمان اوس د لسو غړو په درلودو سره تقریبآ د ۴۸۰ میلیونه تنه نفوس او تقریبآ د ۸٬۶۲۰٬۶۹۷ کیلو متره مربع خاورې پراختیا او تېل، ګاز او صنعت په واک کې لري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۱:۱۲
Background image

د محصلینو له لوري څېړنیزې پروژې وړاندې شوې

 په کابل پوهنتون کې د فزیک پوهنځي محصلینو له لوري د عملي کارونو پر دوام څېړنیزې پروژې وړاندې شوې، چې په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز، د بېلابېلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۱:۴۹
Background image

د علمي څېړنې تګلارو درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د علمي څېړنو تګلارو درې ورځنی ورکشاپ(SPSS) ، چې د کابل پوهنتون د ظرفیت لوړونې امریت له لوري، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره په کابل پوهنتون کې په لار اچول شوی و؛ پای ته. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۰:۳۱
Background image

د لسو پوهنتوني کتابونو مخکتنې غونډه ترسره شوه

دا کتابونه د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي او د افغانستان پېژندنې د ماسترۍ او دکتورا محصلينو د ګډ کار او همدارنګه د پښتو ډيپارټمنټ استاد پوهاند اسماعيل يون په زیار چمتو شوي دي،. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم