«د خپلواکۍ په ساتلو کې د ځوانانو مسؤولیت» تر سرلیک لاندې سمینار ترسره شو
د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي له لوري «د شل کلن اشغال پای او د خپلواکۍ په ساتلو کې د ځوانانو مسؤولیت» تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي سمینار ترسره شو، چې د یاد پوهنځي استادانو او محصلینو په کې ګډون کړی و.
دغه سمینار د سنبلې د نهمې، چې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې له افغانستان څخه د وروستي امریکایي عسکر د وتلو له نېټې سره برابره ده، په مناسبت جوړ شوی و.
په سمینار کې د شل کلن امریکایی حضور او اشغال د پایلو او ناخوالو، د خپلواکۍ د ساتنې په برخه کې د ځوانانو د مسؤولیت، او همدارنګه په فکري او فرهنګي برخو کې د هغه دورې د اغېزو په اړه بحثونه او څرګندونې وشوې.
د سمینار ویناوالو ټینګار وکړ چې ځوانان د افغانستان د خپلواکۍ، عمومي ارزښتونو، علمي پرمختګ او فکري پوهاوي په ساتنه او پیاوړتیا کې مهم مسؤولیت لري.
