د کابل پوهنتون د محصلینو فراغتغونډه د عاليقدر مشرتابه په پيغام لوستلو سره ترسره شوه
د ۱۴۰۵ شمسي تحصيلي کال په ترڅ کې د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو څخه د لیسانس په کچه ۲۵۰۰ محصلین فارغ شول.
په همدې مناسبت جوړه شوې د فراغت غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر، د اوبو او انرژۍ وزیر، د اطلاعات او کلتور وزیر، د کابل ولایت مرستیال والي، د کابل د علماوو شورا مرستیال، د کابل پوهنتون د رهبرۍ غړو، محصلینو او د محصلینو کورنیو غړو حضور درلود.
ویناوالو د مبارکۍ تر څنګ محصلین خپلو مسوؤولیتونو ته متوجه کړل، د زده کړو دوام ته یې وهڅول، او همداراز یې د علم پر ګټور استعمال ټینګار وکړ، ديني او عصري زده کړې يې د افغانستان ابادۍ لپاره اړیني وبللې. همدارنګه یې فارغو محصلینو ته ډاډ ورکړ چې دوی ته به په مناسبو ځایونو کې د کار او خدمت زمینه برابره شي، محصلینو ته يې سپارښتنه وکړه چې ستاسو مسؤولیت اوس پيل شو، دا فکر وکړئ چې څنګه افغانستان د نورو له احتیاج څخه خلاص کړو، ځان ته لوړ اهداف وټاکئ چې د افغانستان، ټولنې او کورنۍ د خدمت جوګه شئ.
په دې غونډه کې د پوهنتون استادانو او فارغ شوو محصلانو ته د عالیقدر زعيم امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی ورعاه) پیغام د کابل پوهنتون د ښاغلي رئيس لخوا د غونډې ګډونوالو ته ولوستل شو.
د پيغام په یوې برخه کې په اسلام کې د استاد د لوړ مقام يادونه شوې وه، استادان خپلو مسؤولیتونو ته متوجه کړل شوي وو، استادانو ته لارښوونه شوې وه چې په سمه توګه د محصلینو عقیدوي، فکري، اخلاقي، علمي او مسلکي روزنه وکړي، محصلین وحدت ته راوبولي او اخلاقي روزنه یې وکړي.
همدا راز د عاليقدر زعيم په پیغام کې محصلینو ته توصيه شوې وه چې د خپلو والدینو او استادانو احترام وکړي، تقوی، اخلاص، صداقت او امانتداري خپل کړي، په هر حالت کې د خپلو اسلامي ارزښتونو او شرعي احکامو دفاع وکړي، تحصيل د مادياتو د حاصلولو په هدف ونه کړي بلکي د تحصیل هدف د دین او مسلمانانو خدمت دی، نو دوی دې تحصیل ته د يو معنوي ارزښت په سترګه وګوري.
په پای کې ټولو فارغو محصلینو ته د فراغت تصديقپاڼې ورکړل شوې او ممتاز محصلان د ډاليو په ورکړې وستايل شول.
