کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي له ۶۰ تنو څخه زیات شمېر زده کړیالان د کار زده کړې له دورې څخه فارغ شول

tariq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۷ - ۱۱:۱۷
تصویر

د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي پنځم ټولګي ۶۰ تنو څخه زیات شمېر زده کړیالانو درۍ ورځنۍ د کار زده کړې دوره یې په بریالیتوب پای ته ورسوله، په یاده دوره کې  زده کړیالانو وکړای شوای، له درمل څخه په سمه توګه استفاده کول، د درملو اداره ، مدیریت او همدارنګه دمیکروبونو مقاومت په برخه کې  لازمې زده کړې وکړي.

نوموړې دوره دروغتیا نړیوال بنسټ په مرسته  د دعامې روغتیا وزارت، ددرمل خدمتونو ریاست متخصصینو له خوا دایره شوې وه، ۳۵ تنه نارینه او ۳۰ تنه ښځینه زده کړیالانو په ځانګړو ورځو کې پکې برخه واخیسته، چې په پای کې یې دیادې دورې تصدیق پاڼه هم ترلاسه کړه.

دفارمسي پوهنځي رئیس ښاغلي آقامحمد ژکفر زده کړیالانو ته دتصدیق پاڼو د ویش په غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د درمل خدمتونو ریاست له مرستې نه مننه وکړه او یاد اقدام یې د زده کړیالانو په عملي او نظري مهارت لوړولو کې غوره ګام یاد کړ او زیاته یې کړه: اوس زده کړیالان علمي او دې ورته زده کړییزو برنامو ته تر بل هر وخت زیاته اړتیا لري.

د عامې روغتیا وزارت د درمل خدمتونو رئیس حامد فرملي  دیادې برنامې د غوره والي ترڅنګ وویل: په پلان کې لرو، تر څو په راتلونکي کې دې ته ورته برنامې دورکشاف په څیر دایرې کړو ، ترڅو زده کړیالان و کولای شي، دکار په ساحه کې ترې لازمه استفاده وکړي.

دیاد پوهنځي د زده کړیالانو په نمایندګۍ یو تن دپوهنځي له ادارې څخه مننې ترڅنګ  ددې په څېر  برنامو د دایرولو غوښتنه هم وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۹:۱۹
Background image

سلګونه محصلین له ظرفیت لوړونې کورسونو فارغ شول

په کابل پوهنتون کې له ژمنیو رخصتیو څخه په استفادې د ظرفیت لوړونې له لنډمهاله کورسونو څخه ګڼ محصلین فارغ شول.

دا کورسونه کمپیوټر، ویناوالۍ، خطاطۍ، مصنوعي ځیرکتیا، ګرافیک ډیزاین، علمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

د بهرنيو چارو وزير محصلينو ته وينا وکړه

په کابل پوهنتون کې د محصلينو په اصلاحي سيمينار کې د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزير ښاغلي امیرخان متقي محصلينو ته د ا.ا.ا د بهرنۍ او کورنۍ پاليسۍ او لاسته راوړنو په اړه وينا وکړه.

نوموړي اسلا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۲۶
Background image

د لوړو زده کړو وزیر محصلينو ته د شريعت پر مقاصدو وينا وکړه

د کابل پوهنتون او د مرکزي زون د امارتي او خصوصي پوهنتونونو شاوخوا زر تنو محصلینو ته د اصلاحي سيمينار په لړ کې، د ا.ا.ا د لوړو زده کړو محترم وزير شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم وينا. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: