په کرنې پوهنځي کې د حاصل ترلاسه کولو وروسته د ضایعاتو د کموالي تر عنوان لاندې په زراعتي سکتور کې د ځوانانو لپاره د نوښت سیالۍ برنامه جوړه شوه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۶ - ۹:۱۴
ku

د معاصرې ټکنالوژي څخه په ګټه اخیستنې د کرنیزو محصولاتو اخیستو څخه وروسته د ضایعاتو د مخنیوي حل لارو وړاندې کولو په موخه په کرنیز سکتور کې د ځوانانو د نوښت دویمه سیالۍ د روان کال د وري په ۱۶ نېټه د امریکا متحده ایالاتو د نړۍوالې پراختیا ادارې (USAID) له لوري د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي په تالار کې جوړه شوې وه.

دا برنامه د کرنې پوهنځي کې د کرنې، اوبو لګولو او مالداري وزارت چارواکو، د کابل پوهنتون مسوولینو، د کرنې پوهنځي مسوولینو او د دې پوهنځي استادانو او محصلینو په ګډون جوړه شوې وه.

د امریکا متحده ایالاتو د نړۍ واې پراختیا ادارې د افغانستان د ارزښتي ځینځیروي -  د ارزښت وړ کرنیز محصولاتو (AVC/HVC) برنامې رییس  ډاکټر وان استرادا پدې برنامه کې وویل: په کرنه کې د ځوانانو د نوښت سیالۍ د کرنې محصلینو د هڅونې په موخه او د اړوندو موضوعاتو د پېژندنې لپاره د کرنیزو محصولاتو د راټولو وروسته د ضایعاتو کموالی دی او له نبوغ  او پوهې څخه په کار اخیستنې سره هغوی په یادو ستونزو باندې لاسبري شي. ښاغلي استرادا زیاته کړه، چې د امریکا د متحده ایالاتو د نړۍ والې پراختیا اداره د کرنې په برخه کې د محصلینو او ځوانانو څخه ملاتړ ته دوام ورکوي، د هغوی د ستونزو د حل په موخه د هغوی د اړتیا وړ وسایل او لوازم، چې د کرنې په رشد کې اصلي رول لري برابر کړي.

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو مرکز امر او د علمي معاونیت سرپرست پوهنمل دکتور ولي محمد سالاري هم پدې برنامه کې خبرې وکړې او میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ یې د داسې برنامو جوړول یې د محصلینو د رشد او  ظرفیت لوړولو په برخه کې مهمې وبللې او له کابل پوهنتون سره د نړۍ والو موسسو په ځانګړې توګه د امریکا د متحده ایالاتو د نړۍ والې پراختیا ادارې څخه د همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.

د کرنې پوهنځي رییس غلام رسول فیضي د استقبال او ستاینې ترڅنګ یې د امریکا متحده ایالاتو د نړۍ والې پراختیا ادارې څخه یې په کرنې پوهنځي کې د دې ډول زیاتو برنامو جوړولو غوښتونکی شو. نوموړي وویل، چې دا ډول برنامې د محصلینو او ځوانانو د تشویق او هڅونې په برخه کې اغېزمن رول لري او د کرنې په برخه کې د هغوی نوښتونه زیاتوي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال هم پدې برنامه کې خبرې وکړې او ویې ویل، چې د کرنې وزارت هم د زراعت محصلینو لپاره دا ډول برنامې جوړوي او پدې برخه کې د هغوی ملاتړی به وي.

دا فعالیت به تر څلورو میاشتو پورې پوره شي. پدې وخت کې له ټول هیواد څخه د هلکانو او نجونو محصلینو ټیمونه به تر لنډې زده کړې لاندې ونیول شي او وروسته به د هغوی نوښتونه د روان کال د وږي په میاشت کې د موسسو او پراختیاوي ادارو ته وړاندې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۹:۱۹
Background image

سلګونه محصلین له ظرفیت لوړونې کورسونو فارغ شول

په کابل پوهنتون کې له ژمنیو رخصتیو څخه په استفادې د ظرفیت لوړونې له لنډمهاله کورسونو څخه ګڼ محصلین فارغ شول.

دا کورسونه کمپیوټر، ویناوالۍ، خطاطۍ، مصنوعي ځیرکتیا، ګرافیک ډیزاین، علمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

د بهرنيو چارو وزير محصلينو ته وينا وکړه

په کابل پوهنتون کې د محصلينو په اصلاحي سيمينار کې د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزير ښاغلي امیرخان متقي محصلينو ته د ا.ا.ا د بهرنۍ او کورنۍ پاليسۍ او لاسته راوړنو په اړه وينا وکړه.

نوموړي اسلا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۲۶
Background image

د لوړو زده کړو وزیر محصلينو ته د شريعت پر مقاصدو وينا وکړه

د کابل پوهنتون او د مرکزي زون د امارتي او خصوصي پوهنتونونو شاوخوا زر تنو محصلینو ته د اصلاحي سيمينار په لړ کې، د ا.ا.ا د لوړو زده کړو محترم وزير شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم وينا. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: