د کرنې پوهنځي څېړنیزو پروژو او د لېسانس دورې د څېړنې لارښوود پرانیسته وشوه

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳۱ - ۱۷:۱
165

د روان کال غبرګولي په ۳۱ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل پوهنتون رهبرۍ، د لوړو زده کړو، کرنې او مالدارۍ، انرژۍ او اوبو وزارتونو مسؤلینو، د خصوصي سکتور استازو او رسنیو په شتون کې د کرنې پوهنځي له ۹۰ زیاتو پروژو او دلېسانس دورې د څیړنیز لارښوود پرانیسته وشوه.

د کرنې پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنمل صفي الله جوهر د پوهنځي د لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه خبرې وکړې او وویل: (( د هېواد پرمختګ د کرنې په ملاتړ پورې تړلی؛ د کرنې پوهنځي محصلینوپه روان کال کې د  استادانو په لارښوونه له ۹۰ زیاتې څیړنیزې پروژې په بریالیتوب سره پیل کړې؛ چې نن ورځ یې د څېړنیزو پروژو پرانسته ده او د یادو څېړونو پایلي به په راتلونکي سمیسټر کي اعلان شي))

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ښاغلي لطف الله خیرخوا د کرنې پوهنځي له ترسره شویو څېړنيزو پروژو څخه خوښي څرګنده کړه او هغه یې د تحصیل په جریان کې د محصلینو څېړنيزو چارو ترسره کولو لپاره اغیزمن یاد کړ؛ نوموړي  پخوانۍ څېړنې کمزورې وبللې او زیاته یې کړه؛ چې اوس وخت څیړنیزې برخې ته ځانګړې بودجه په نظر کې نیول شوې چي له دې وړاندي نه وه او هڅه کوو؛ ترڅو پوهنتونو کې تدریس په تطبیقي شکل صورت ونیسي.

د کابل پوهنتون د څېړنو مرسیتال او کرنې پوهنځي استاد ښاغلي پوهنمل ولي محمد سالاري د موجوده نظام له ټولو ادارو څخه وغوښتل؛ چې له هغوی سره د علمي څېړنو په برخه کې د کابل پوهنتون همکارۍ ته چمتو دي؛ همدارنګه د کرنې پوهنځي استاد ښاغلي پوهندوی حامد سالاري د لېسانس دورې د څېړنو لارښوود په کړنلاره خبرې وکړې او وې ویل: (( محصلین له یادې کړنلارې څخه د نمونې په څېر څېړنې ترسره کوي.))

په نوموړې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ وزارت علمي څېړنو رئیس ښاغلي مولوي نصرت الله طلحه د خپلي وینا پر مهال وویل چې؛ د کرنې پوهنځي سره مرستې ته چمتو دی او ددې پوهنځي استادان او محصیلین کولای شي د هغوی له وسایلو او امکاناتو څخه ګټه واخلي.

د اوبو او انرژۍ وزارت مشاور ښاغلی فاروق اعظم د ټولنې په پرمختګ کې د کرنې پر اهمیت، اړتیا او رول خبرې وکړې او یاده مسله یې په اوسنیو شرایطو کې مهمه وبلله.

د یادې غونډه په پای کې مېلمنو د محصلینو له بېلا بېلو څېړنيزو پوسټرونو څخه چې د کرنې په برخه کې چمتو کړي وو او همدارنګه د کرنې پوهنځي څیړنیز فارم هغه څېړنیزه پروژه چې په عملي شکل محصیلنو ترسره کړه؛ لیدنه وکړه او محصیلنو د څېړنيزو پروسو د څرنګوالي په اړه یې هغوی ته معلومات ورکړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۹:۱۹
Background image

سلګونه محصلین له ظرفیت لوړونې کورسونو فارغ شول

په کابل پوهنتون کې له ژمنیو رخصتیو څخه په استفادې د ظرفیت لوړونې له لنډمهاله کورسونو څخه ګڼ محصلین فارغ شول.

دا کورسونه کمپیوټر، ویناوالۍ، خطاطۍ، مصنوعي ځیرکتیا، ګرافیک ډیزاین، علمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

د بهرنيو چارو وزير محصلينو ته وينا وکړه

په کابل پوهنتون کې د محصلينو په اصلاحي سيمينار کې د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزير ښاغلي امیرخان متقي محصلينو ته د ا.ا.ا د بهرنۍ او کورنۍ پاليسۍ او لاسته راوړنو په اړه وينا وکړه.

نوموړي اسلا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۲۶
Background image

د لوړو زده کړو وزیر محصلينو ته د شريعت پر مقاصدو وينا وکړه

د کابل پوهنتون او د مرکزي زون د امارتي او خصوصي پوهنتونونو شاوخوا زر تنو محصلینو ته د اصلاحي سيمينار په لړ کې، د ا.ا.ا د لوړو زده کړو محترم وزير شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم وينا. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: