د ماليزيا هيواد پلاوي د کابل پوهنتون ليدنه وکړه

د ماليزيا يو لوړرتبه پلاوي، چې کابل ته راغلی و، د کابل پوهنتون له رهبرۍ سره وکتل. په دې ناسته کې د کابل پوهنتون د علمي چارو مرستيال ښاغلي ډاکټر شيرعلي جوهر د پوهنتون علمي او تاريخي ځانګړتياوې بيان کړې او له ماليزيايي پوهنتونونو سره يې د لا زياتو علمي اړيکو پر رامنځته کيدو ټينګار وکړ.
ماليزيايي وفد د کابل پوهنتون په انګړ کې د علامه سيد جمال الدين افغاني د مقبرې زيارت وکړ او د افغانستان د معلوماتو له مرکز څخه يې هم ليدنه وکړه. هغوی د دواړو هيوادونو ترمنځ علمي همکارۍ مهمې وبللې او د دې همکاريو په پراخولو کې يې خپله علاقه څرګنده کړه.
ياده دې وي چې د روان لمريز کال په ثور مياشت کې د ااا د لوړو زده کړو وزارت او ماليې وزارت د استازو ګډ پلاوي د کابل پوهنتون د رئيس ښاغلي دکتور اسامه عزيز په مشرۍ ماليزيا ته سفر کړی و، چې په ترڅ کې یې د ماليزيا له نړيوال اسلامي پوهنتون (IIUM) او د ماليزيا پوټرا پوهنتون (UPM) سره د ګډو علمي همکاريو هوکړه شوې وه. د دغو همکاريو لومړنۍ برخه به د مسلکي محاسبې په برخه کې پيل شي او تمويل به يې د ااا د مالیې وزارت لخوا ترسره کېږي.