د لوړو زده کړو وزیر سره د کابل پوهنتون د رهبري شورا او علمي کادر غړو ناسته

website admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۷/۷ - ۱۴:۳۰
ku

د روان کال د تلې په ۷ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل پوهنتون د رهبري هئیت ناسه د لوړو زده کړو وزارت د ناستو په تالار کې د لوړو زده کړو وزیر ښاغلي شیخ عبدالباقي حقاني، د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال ښاغلي روح الله روحاني، د لوړو زده کړو وزارت د خپرونو، اطلاعاتو او اړیکو رییس ښاغلي دکتور دلاور سیلاب، د هیواد وتلي عالم ښاغلي شیخ الحدیث مولوي شاه محمد او د کابل پوهنتون د علمي شورا د غړو په ګډون جوړه شوه.

دا ناسته د کابل پوهنتون د ارواپوهنې او روزنیزو علومو رييس ښاغلي پوهنوال ستارالدین صدیقي له لوري د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه. وروسته د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال ښآغلي روح الله روحاني د کابل پوهنتون استادانو او رهبري شورا غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ یې د ناستې په بنسټیزو محورونو خبرې وکړې او د ناستې له غړو سره یې خپل نظریات شریک کړل.

د ناستې په دوام د لوړو زده کړو وزیر ښاغلي شیخ عبدالباقي حقاني د کابل پوهنتون د مقام او همدارنګه یې د هیواد په کچه د دې پوهنتون د رول او اغېزمنتیا په هکله خبرې وکړې او د کابل پوهنتون له استادانو او علمي کادر له غړو څخه یې هیله وکړه تر څو په مختلفو برخو کې خپلې علمي، عملي طرحې او نورې برنامې شریکې کړي.

همدارنګه د کابل پوهنتون ریاست سرپرست ښاغلي محمد اشرف غیرت هم د کابل پوهنتون له لوري د لوړو زده کړو وزارت رهبري هئیت ته ډاډ ورکړ، چې د دې پوهنتون رهبري هئیت او د علمي کادر غړي په یادو برخو کې د لوړو زده کړو وزارت سره همکاري کوي.

په پای کې د کابل پوهنتون دوه تنو استادانو هم پدې ناسته کې خبرې وکړې او د طرحو او برنامو د جوړېډو په برخه کې یې د لوړو زده کړو وزارت سره د هر ډول همکاریو وعده وکړه.

غونډه هیواد ته د خیر او ښېګڼې د دعا په کولو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۳ - ۱۷:۲۹
Background image

د کابل پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته جوړه شوه

د کابل پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته د روان کال د غبرګولي په ۳ نېټه د کابل پوهنتون د رییس او د هغه د مرستیالانو ، د پوهنځیو رییسانو او د دې شورا د نورو غړو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون په کابل پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۲ - ۱۷:۵۳
Background image

په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر له کابل پوهنتون څخه لیدنه وکړه

په کابل کې ایران اسلامي جمهوریت سفیر بهادر امینیان له کابل پوهنتون څخه لیدنه وکړه او ددغه پوهنتون له رییس دکتور اسامه عزیز سره یې وکتل او د کابل پوهنتون او ایراني پوهنتونونو ترمنځ یې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۱ - ۹:۲۹
Background image

د کابل پوهنتون رییس د خپرونو، علمي مجلې او د پوهنتون تر لسانس پورته برنامو امریتونو څخه لیدنه وکړه

د کابل پوهنتون رییس دکتور اسامه عزیز، د پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهاند محمد شفیع شریفي او مالي او اداري مرستیال معلم احمد حقاني په ملتیا د کابل پوهنتون د خپرونو، علمي مجلو او تر لسانس. . .

BACK TO NEWS

All Media

د کمال خان بند د پرانیستې په پار د افغانستان د اوبو مطالعه او مدیریت تر عنوان لاندې علمي او څېړنیز کنفرانس

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل

د کابل پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي او دریاضیاتو پوهنځيو د نوې ودانۍ پرانیسته