د کابل پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تدوین په موخه مشورتي غونډه ترسره شوه

tariq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۰:۱۹
د کابل پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تدوین په موخه مشورتي غونډه ترسره شوه

د کابل پوهنتون د پلان او پالیسۍ امریت له لوري د پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تدوین په موخه، د اړوندو ادارو د استازو په ګډون مشورتي غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د کابل پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان پر اهمیت، د تدوین پر موخو او د پوهنتون د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د یوه روښانه او اغېزناک کاري چوکاټ پر رامنځته کولو بحث وشو. ټینګار وشو چې دا پلان د پوهنتون د اوږدمهالو موخو د ټاکلو، د لومړیتوبونو د مشخصولو، د سرچینو او شته ظرفیتونو د اغېزمن مدیریت او د پرمختیایي فعالیتونو د منظمې همغږۍ لپاره بنسټیز ارزښت لري.

د پنځه کلن ستراتیژیک پلان په پلي کېدو سره به د کابل پوهنتون د علمي او اداري چارو د لا پیاوړتیا، د زده‌کړو د کیفیت د لوړولو، د څېړنو او علمي نوښتونو د پراختیا، د بشري او مادي ظرفیتونو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې او د پوهنتون د کورني او نړیوال علمي اعتبار د لوړولو لپاره زمینه برابره شي. دغه پلان به د پوهنتون د راتلونکو پنځو کلونو فعالیتونو ته مشخص لوری ورکړي او د پرمختګونو د ارزونې او د ټاکل شویو موخو د ترلاسه کولو لپاره به یو منظم چوکاټ وړاندې کړي.

همدارنګه، د اړوندو ادارو د استازو پر فعال ګډون او د هغوی د نظرونو، وړاندیزونو او رغنده مشورو پر راټولولو ټینګار وشو، څو د ستراتیژیک پلان په تدوین کې د بېلابېلو ادارو اړتیاوې، لومړیتوبونه او شته امکانات په پام کې ونیول شي او داسې یو جامع، عملي او د تطبیق وړ پلان ترتیب شي چې د کابل پوهنتون د دوامدار پرمختګ او علمي ودې لپاره اغېزمن تمام شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۰:۱۹
Background image

د کابل پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تدوین په موخه مشورتي غونډه ترسره شوه

د کابل پوهنتون د پلان او پالیسۍ امریت له لوري د پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تدوین په موخه، د اړوندو ادارو د استازو په ګډون مشورتي غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د کابل پوهنتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۰:۰
Background image

د زراعتي سوداګریزو پروپوزلونو لیکلو ورکشاپ په انلاین بڼه ترسره شو

د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي له لوري د هېواد د ۲۸ پوهنتونونو د زراعت پوهنځیو منتخبو محصلینو ته د زراعتي سوداګریزو پروپوزلونو لیکلو درې ساعته انلاین ورکشاپ ترسره شو.

دغه ورکشاپ د کرنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۰:۸
Background image

د حفظ الصحې اړوند سیمینار دایر شو

د کابل پوهنتون د کارکوونکو  چارو آمریت له لوري د پوهنتون ټولو اداري کارمندانو لپاره د حفظ الصحې، د ساري ناروغیو د مخنیوي، روغتیا ساتنې او لومړنیو مرستو تر سرلیک لاندې یوه ورځنی ښوونیز. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: