مایکرو بیولوژي ډيپارټمنټ

الف.پېژندنه:

مایکروبیولوژي ډيپارټمنټ د پرازیتولوژي_ مایکولوژي په نوم یوه بله ډيپارټمنټ هم لري او د فارمسي پوهنځي له شپږو څانګو څخه یوه ده، چې د باکتریولوژي، پرازیتولوژي، ویرولوژي، ایمیونولوژي، کلینکي مایکروبیولوژي او مایکولوژي مضمونو تدریس په نظري او تیوريکي ډول په غاړه لري. د پورتنیو موضوعاتو تدریس له محصلینو سره د ساري ناروغیو په پیژندنه، تشخیص، درملنې او مخنیوي کې مرسته کوي؛ څو محصلین له فراغت وروسته د دولتي او غیر دولتي ادارو په روغتونونو او لابراتوارونو کې ښه خدمات وړاندې کړي. دا ډيپارټمنټ شپږ علمي کادرونه او یو لابراتواري تخنیکن لري، تل هڅه کوي چې د نوي تدریسي میتودونو په کارولو سره مسلکي کادرونه وروزي. په ملي او نړیواله کچه د څېړنو ترسره کولو سره د دوی ساینسي ظرفیتونو د لوړولو لپاره تازه عملي کارونه تر سره کړي. مایکرو بیولوژي ډيپارټمنټ ټولنې ته د متخصص کارکوونکو د روزنې سربیره د هغو درملو او محصولاتو چې د درملو او روغتیایي محصولاتو ریاست لخوا لېږل شوي د نسبي ازموینو د پلي کولو مسوولیت هم لري.

ب. تحصیلي موخې:

۱.لیدلوری:

د فارمسي پوهنځي مایکروبیولوژي ډيپارټمنټ د درملتون، کلینک او بیولوژيکي ډاکټرانو، د طب او درملتون په برخې کې د ساینسي څېړنو لپاره یو عالي اکاډمیک مرکز دی.

:۲.ماموریتونه

دا ډيپارټمنټ هڅه کوي په فارمسي او بیولوژي کلینیک کې د فارمسېسټ ډاکټرانو له‌پاره د مایکروبیولوژي په برخه کې، چې ورته اړتیا لري، د زده‌کړو او مهارت لوړو تر ټولو ښه زمینه مساعده کړي. په دې ډيپارټمنټ کې علمي څېړنې ترسره او ترې ملاتړ کېږي او دا د انساني ځواک د ظرفیت لوړونې په برخه کې هم خپلې هڅې کوي. علمي کادرونه او تخنیکي همکاران یې د Pharm-D دورې زده‌کړیالانو ته علمي او زده‌کړيزې برنامې په ښه ډول پلي کوي، څو دوی وکولی شي د میکروبیولوژي، پرازیتولوژي، مایکولوژي، ویرولوژي او ایمونولوژي اړوند مهارتونه او تیورۍ زده کړي. په دې ډيپارټمنټ کې (د روغتون او صنعتي فارمسۍ) او بیولوژي کلینکي زده‌کړیالانو ته د انتانانونو د درملنې او وقایې او د میکروب او د بېلابېلو انتانونو د تشخیص له نظره د فارمسیوتیکي محصولات د کنټرول تدریس کېږي.

۳. بنسټي موخې:

د رنځپوهنې مایکرو ارګانیزمونو او نورمال بوټې معرفي کولو په اړه د محصلینو د مهارتونو روزنه او پیاوړتیا.

په نظري او عملي ډول د میکروارګانیزمونو د نوي تشخیصي میتودونو تدریس .

د ساري ناروغیو د مخنیوي میتودنو د ترویج په اړه د محصلینو د مهارتونو روزنه او پیاوړتیا.

د محصلینو تر منځ د څېړنې کلتور ته وده ورکول او ددې کلتور تعقیب ته هڅول.

د درملو معقوله ګټه اخیستنې په برخې کې د محصلینو ښوونه او روزنه او د بدې پایلې یې لکه د مایکروبیل مقاومت زیاتوالی او د نوي مقاومت رامنځته کېدل.

د انټي بیوټیکونو په وېش او اداره کې اغېزمن ګډون.

د هېواد په روغتیايي مرکزونو کې د ساري ناروغیو په تشخیص او مخنیوي کې فعاله ونډه.

د مایکرو بیولوژي په ساحه کې د ساینسي څېړنو په پلي کولو کې فعاله ونډه.

د واکسین په تطبیق کې فعاله ونډه.

د ساري ناروغیو تشخیص، درملنې او مخنیوي لپاره روغتیایي ټیم سره اغېزمنه اړیکه.

د روغتیايي محصولاتو د نسجیت ازموینې ترسره کولو کې فعاله برخه اخیستنه.

ج.توامیتونه:

ځانګړی توامیت نه لري.

د. لابراتوار او زده‌کړیز تجهیزات:

ددې پوهنځي له جوړېدو راهیسې د مایکرو بیولوژي لابراتوار ددې وړتیا لري، چې د پرازیتولوژي، باکتریولوژي، مایکولوژي، ویروولوژي، معافیت او کلینکي مایکروبیولوژي په څانګو کې د محصلینو لپاره عملي کارونه تر سره کړي. دا لابراتوار د مختلفو ژوندي موجوداتو د کرلو لپاره بیلابیل مډرن لابراتواري وسایل لري؛ لکه: الیزا سپکتروفوتومتر، کلتوري مډیمونه، د عام انتاناتو لپاره تشخیصي ریجنټ، د کمپیوټر سره نښلول شوي کمره داره مایکروسکوپونه او نور وسایل چې د تشخیصي ازموینو تر سره کولو لپاره کارول کیږي.

لاندې وړتیاوې لري:

  •  پرازیتولوژي، باکتریولوژي، مایکولوژي، ویرولوژي، ایمیونولوژي او کلینکي مایکروبیولوژي په څانګو کې محصلینو ته عملي کارونه ترسره کول.
  •  بیولوژیکي کنټرول( د تعقیم ازموینې) د تنظیمي معزز ریاست لخوا رالېږل شوي د درمل جوړونې مواد او وسایل.
  • د سینانایډ محلولونو او جراثیمي درملو فارمونو د نسبیت ازموینې پلي کول.
  • د مایکروبیولوژیکي، د میکروب ضد درملو او میکروبی مقاومت اړوند د ظرفیت لوړونې په موخه علمي څېړنې ترسره کول.

 

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم