د ۱۳۹۹ د لړم میاشتې د ۱۲ نېټې وژونکي برید په اړه د کابل پوهنتون د رهبري شورا پيغام

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۴ - ۱۶:۴۰

بسم الله الرحمن الرحیم
د ۱۳۹۹ د لړم میاشتې د ۱۲ نېټې وژونکي برید په اړه د کابل پوهنتون د رهبري شورا پيغام

په ‌‌‌‌‌‌ډېرې خواشینۍ سره د روان کال د لړم میاشتې په ۱۲ نېټه د دوشنبې په ورځ د کابل پوهنتون د پوهې او علم دښمنانو له لوري په زده کړیالانو د برید شاهد وو، چې د افغانانو د یوې نیکمرغه راتلونکې جوړولو په هیله پدې لوی ملي مرکز کې په زده کړه بوخت وو. دا خونړی برید، چې د ۱۸ محصلینو او یو اداري کارکوونکي په شهادت او د ۲۸ زده کړیلانو، ۲ استادانو په ټپي کېدو سره یې د هر انسان زړه او روح ودرداوه. په داسې حال کې د کابل پوهنتون رهبري خپل د ژورې خواشینۍ مراتب د دوی کورنیو، د دې غزیزانو خپلوانو او تحصیلي ټولنې ته وړاندې کوي او خپل ځان د شهیدانو او ټپيان کورنیو او خپلوانو سره پدې غم کې شریک ګڼي، د لوی الله ج له درباره د دې پېښې شهیدانو ته جنت الفردوس او ټپيانو ته د عاجلې روغتیا غوښتنه کوي.
دا خونړی او د نه باور وړ پېښه په داسې ځای کې شوې، چې د علم ملي مرکز او د انسانیت د زده کړې بنسټ دی. هغه بنسټ، چې د کرونا وبا د سراسري کېدو سره یې په غیر منتظره توګه وکولای شول د زیات درد په منلو، په حرکت کې واوسي او د زړه سواندو استادانو، محصلینو او کارکوونکو په خوښه د چټکې زده کړې بهیر په هغه کې جریان ومومي. په داسې وضعیت کې د هېڅ یو انسان په ځانګړي توګه تحصیلي ټولنې ته په هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول د باور کولو وړ نه وه، چې دا برکتي ځای د ‌‌‌‌‌‌ډزو موخه وګرځي.
د افغانستان شریفه خلکو!
د کابل پوهنتون رهبري، استادان، زده کړیالان او کارکوونکي “نون والقلم و ما یسطرون” باندې په سوګند کولو سره تعهد کوي، چې د الله ج په مرسته پدې لوی علمي مرکز کې د زده کړې او په زده کړه او فکر ویاړ کول تر پخوا څخه ګرم او له ولولو ‌‌‌‌‌‌ډک وساتي. هیله مند یو کابل پوهنتون _ دا مرکز د علم او معرفت د تږو مړوونکی_ او د هیواد نور زده کړه ییز مرکزونه د له داسې پېښو څخه په امان کې پاتې شي.

درنښت
د کابل پوهنتون رهبري

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

د بهرنيو چارو وزير محصلينو ته وينا وکړه

په کابل پوهنتون کې د محصلينو په اصلاحي سيمينار کې د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزير ښاغلي امیرخان متقي محصلينو ته د ا.ا.ا د بهرنۍ او کورنۍ پاليسۍ او لاسته راوړنو په اړه وينا وکړه.

نوموړي اسلا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۲۶
Background image

د لوړو زده کړو وزیر محصلينو ته د شريعت پر مقاصدو وينا وکړه

د کابل پوهنتون او د مرکزي زون د امارتي او خصوصي پوهنتونونو شاوخوا زر تنو محصلینو ته د اصلاحي سيمينار په لړ کې، د ا.ا.ا د لوړو زده کړو محترم وزير شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم وينا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۱۹
Background image

د څو پوهنتونونو استادانو ته د مسلکي ظرفيت لوړونې ورکشاپ پيل شو

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي له لوري د هېواد د شلو پوهنتونونو د استادانو لپاره د فزيک په برخه کې د مسلکي ظرفیت لوړونې ورکشاپ پيل شو. ياد ورکشاپ د استادانو د علمي او عملي وړتياوو د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: