د اسلامي بانکدارۍ اړوند علمي سیمینار ترسره شو
د غضنفر بانک او د کابل پوهنتون د شرعیاتو او اقتصاد پوهنځیو په همغږۍ، «د اسلامي بانکدارۍ» تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي سمینار ترسره شو.
په دغه سمینار کې د تحقیقاتو او علمي مجلو په برخه کې د پوهنتون مرستیال، د غضنفر بانک استازو، د اسلامي بانکدارۍ نړیوالو او کورنیو متخصصینو، د شرعیاتو او اقتصاد پوهنځیو استادانو او محصلینو، او د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو استادانو ګډون کړی و.
د سمینار په ترڅ کې د اسلامي بانکدارۍ پر اصولو، فرصتونو او ننګونو هر اړخیز بحثونه وشول. همداراز، د اسلامي بانکدارۍ پر پېژندنې، تاریخي پړاوونو، موخو او شاخصونو، په اسلامي تمویل کې پر شرعي حاکمیت، د معاملاتو پر ډولونو او څرنګوالي، اسلامي مالي صنعت، له دودیزې بانکدارۍ سره د اسلامي بانکدارۍ پر توپیرونو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو خبرې وشوې.
په دې سمینار کې د شرعي اصولو رعایت او حاکمیت، د ګټې او تاوان عادلانه وېش او د غیر سودي معاملاتو ترسره کول د اسلامي بانکدارۍ له مهمو ځانګړتیاوو څخه وبلل شول.
سیمینار د وړاندې کوونکو او ګډونوالو ترمنځ د پوښتنو او ځوابونو په لړۍ سره پای ته ورسېد.
