د شرعیاتو پوهنځي له استادانو سره مشورتي ناسته وشوه

tariq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۸:۴۵
65565455

د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي له استادانو سره د دې پوهنځي د لا ښه مؤثريت او پرمختګ په موخه د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب مشورتي ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې د کابل پوهنتون رئيس دکتور اسامه عزيز د ښه راغلاست وينا ترڅنګ د شرعياتو پوهنځي پر اهميت او د استادانو پر مسؤوليت رڼا واچوله.

همدا راز د تحصيلي نصاب رئیس مفتي عبد الرؤوف فراهي د شرعياتو او اسلامي ثقافت د نوي تحصيلي نصاب د ځانګړنو اړوند معلومات وړاندې کړل او ډاډ يې څرګند کړ چې د هيواد او ټولنې اړتيا ته په پام سره پرې کار شوی دی.

د لوړو زده کړو محترم وزير په خپله وينا کې د علماء کرامو مسؤلیت دروند یاد کړ او سپارښتنه یې وکړه چې د ځوان نسل په اصلاح کې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي. همدارنګه یې له استادانو څخه غوښتنه وکړه چې د  محصلینو د علمي روزنې په برخه کې لا زيات متوجه شي او په دې برخه کې د شته نيمګړتياوو د حل لپاره خپل نظرونه شريک کړي.

د ناستې په پای کې د پوهنتون د رهبرۍ او د شرعياتو پوهنځي د استادانو نظرونه واوريدل شول، ياد نظرونه د پوهنځي پر توسعې، د محصلينو د جذب پر څرنګوالي، پر دندو د فارغ التحصيلانو پر ګومارنې، د استادانو پر ستونزو راڅرخيدل او د محترم وزير لخوا د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۲:۴۳
Background image

الدعوة لتقديم الأبحاث والمقالات العلمية للنشر في مجلة الدراسات الإسلامية – جامعة كابل

تقبل رئاسة المجلات في وكالة البحث والتحقيق لجامعة كابل الأبحاث والمقالات العلمية في مجلة الدراسات الإسلامية – جامعة كابل (JIS) ، وتدعو الباحثين والعلماء الكرام إلى تقديم الأبحاث. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۲:۳۹
Background image

د محصلينو ظرفیت لوړونې برنامې پیل شوې

د کابل پوهنتون د محصلینو د ظرفیت لوړولو په موخه بېلابېلې وړیا روزنیزې برنامې پیل شوې.

په دغو برنامو کې د ژبو، کمپیوټري زده‌کړو، ویناوالۍ، شغلي مهارتونو، د څېړنې میتودونه، خطاطۍ، SPSS. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: