د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو او ۷۵ څانګو څخه ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول. د فراغت په غونډه کې د ا.ا.ا لوړپوړو چارواکو، د بېلابېلو پوهنتونونو مشرتابه، دیني عالمانو، استادانو، محصلینو او د هغوی د کورنیو غړو ګډون کړی و.
د غونډې په پيل کې د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز، په خپله وینا کې محصلينو ته د فراغت مبارکي ورکړه او هغوی یې وهڅول چې خپل علم د الله جل جلاله د رضا په موخه وکاروي او په خپل مسلکي ډګر کې د پرمختګ لپاره ملا وتړي.
د لوړو زده کړو وزیر، شي.خ مولوي ند.اء .محمد- ند.یم فارغینو ته سپارښتنه وکړه، چې له دیني عالمانو او مشرانو سره اړیکه وساتي، د هغوی له تجربې ګټه واخلي، مسلکي زده کړې لا پسې تعقيب کړي او د خپل مسلک په چوکاټ کې دين او ټولنې خدمت وکړي.
همداراز د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شي.خ ضیاءالرحمن اریوبي په خپله وينا کې په وروستیو کې د هېواد په اکاډمیکو مرکزونو کې د ماسترۍ او دوکتورا په کچه د نويو برنامو پیل ته په اشارې سره څرګنده کړه چې ا.ا ژمن دی چې د ټولنې د اړتیاوو او لومړیتوبونو په پام کې نيولو سره په پوهنتونونو کې علمي برنامې تقويه کړي.
د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون رئیس دوکتور رفیع الله عطاء په خپلو خبرو کې له فارغینو وغوښتل، چې له خپلې زده کړې د هېواد په بیارغونه کې اعظمي استفاده وکړي.
د غونډې په پای کې فارغینو ته د فراغت تصدیقپاڼې، او ۱۰۰ تنو ممتازو محصلینو ته د کابل پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت مقام لخوا ځانګړې ډالۍ ورکړل شوې.
اوس مهال په کابل پوهنتون کې شاوخوا ۱۲ زره محصلین د لیسانس په کچه لوړې زده کړې کوي.