د پوهاند دوکتور ودیر صافي د وفات په هکله د کابل پوهنتون د تسلیت پیغام

tariq_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۳:۲۵

 

《كُلُّ نَفۡسٖ ذَآئِقَةُ ٱلۡمَوۡتِۗ وَإِنَّمَا تُوَفَّوۡنَ أُجُورَكُمۡ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِۖ فَمَن زُحۡزِحَ عَنِ ٱلنَّارِ وَأُدۡخِلَ ٱلۡجَنَّةَ فَقَدۡ فَازَۗ وَمَا ٱلۡحَيَوٰةُ ٱلدُّنۡيَآ إِلَّا مَتَٰعُ ٱلۡغُرُورِ》[آل عمران: ١٨٥]

په ژورې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د کابل پوهنتون مشر استاد پوهاند دوکتور ودیر صافي د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

ارواښاد پوهاند دوکتور صافی د افغانستان د علمي او اکاډمیک بهیر له مهمو شخصیتونو څخه وو، د ژوند څو لسیزې یې د لوړو زده کړو د ودې، علمي نوښتونو، څېړنو او د حقوقو او سیاست په ډګر کې د هېواد د ځوان نسل د مسلکي روزنې لپاره وقف کړې وې. په تير يوه کال کې د صحی ستونزو له زياتيدو سره سره يې خپلې علمي او تدريسي چارې په اخلاص او تعهد سره پرمخ وړلې.

د پوهاند صافي نشتون به د هېواد په علمي ډګر کې ژوره تشه وي، خو علمي قشر ته يې علمي میراث، لیکنې، څېړنې، او هڅانده شاګردان په ميراث پريښودل، چې د افغانستان د اکاډمیک ډګر یوه ارزښتناکه پانګه جوړوي. الله تعالی دې د ارواښاد دا علمي هڅې قبولې کړي.

د کابل پوهنتون مشرتابه او استادان، د نوموړي له کورنۍ سره په دې غم کې ځان شریک بولي او تسلیت وړاندې کوي، د الله جل جلاله له دربار څخه ارواښاد ته د مغفرت او فردوس جنت غوښتنه کوي، او کورنۍ ته یې صبر جميل غواړي.

انا لله و انا الیه راجعون

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د ټولنیزو علومو علمي- څېړنیزې مجلې نوې ګڼه خپره شوه!

د کابل پوهنتون د ټولنيزو علومو علمي-څېړنیزې مجلې د ١٤٠٥هـ ل کال نهم دور دويمه ګڼه خپره او پرلیکه شوه.

د  دې ګڼې ارزښتناکو مقالو د لوستلو او ډاونلوډ کولو لپاره لاندې لېنک ته مراجعه . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۰
Background image

د حقوقي زده کړو مرکز ۱۲۰ ستاژران فارغ کړل

د کابل پوهنتون د حقوقي زده کړو مرکز د حقوقي ستاژ د پنځلسمې دورې ۱۲۰ ستاژرانو د فراغت غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د کابل پوهنتون رهبرۍ، د عدلیې وزارت او د فرمانونو او حکمونو د تعقیب. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: