د کرنیزو څېړنو د ډیزاین ورکشاپ جوړ شو

tariq_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۱۱:۴۵
32456

 د کرنیزو څېړنو د طرحې، اصولو، میتودونو او تطبیق په اړه ورکشاپ د ١٤٠٣ لمریز کال د وږي میاشتې په درېیمه نېټه د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت د کنفرانسونو په تالار کې پیل او دوه ورځې به دوام وکړي. دغه ورکشاپ چې د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي د هارټیکلچر څانګې استاد پوهاند غلام رسول صمدي له لوري وړاندې کېږي؛ د کابل، پروان، کاپیسا، لوګر، غزني، بامیان، دایکندي او میدان وردګ ولایتونو د پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو استادانو پکې برخه ګډونوال دي. د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي رئيس پوهنمل صفي الله جوهر په هېواد کې د کرنې د متخصصينو د اړتياوو د څرګندولو په ترڅ کې د هغوی د حل لپاره د عملي څېړنو غوښتنه وکړه.

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال پوهاند حامد سالاري څېړنه د استادانو د دندو یوه برخه وبلله او ویې ویل، د دغه ورکشاپ موخه د څېړنو د تطبیق په برخه کې د استادانو د ظرفیت او د کرنیزو څېړنو د کیفیت لوړول دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۲:۴۳
Background image

الدعوة لتقديم الأبحاث والمقالات العلمية للنشر في مجلة الدراسات الإسلامية – جامعة كابل

تقبل رئاسة المجلات في وكالة البحث والتحقيق لجامعة كابل الأبحاث والمقالات العلمية في مجلة الدراسات الإسلامية – جامعة كابل (JIS) ، وتدعو الباحثين والعلماء الكرام إلى تقديم الأبحاث. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۲:۳۹
Background image

د محصلينو ظرفیت لوړونې برنامې پیل شوې

د کابل پوهنتون د محصلینو د ظرفیت لوړولو په موخه بېلابېلې وړیا روزنیزې برنامې پیل شوې.

په دغو برنامو کې د ژبو، کمپیوټري زده‌کړو، ویناوالۍ، شغلي مهارتونو، د څېړنې میتودونه، خطاطۍ، SPSS. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: