د وترنری علومو پوهنځي له څلویښتو زیاتو محصلینو د وحشي ژوند په ورکشاپ کی زده کړه تر سره کړه

tariq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۲ - ۱۴:۲۱
544

د کابل پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي د پنځم ټولګي له ۴۰ تنو زیاتو محصیلینو د وحشي ژوند په ورکشاپ کې چې له ۱۵ ورځو په جریان د کابل ژوبڼ د رهبرۍ له خوا جوړ شوی و، زده کړه وکړه. دغه محصلین د پوهنځي د رهبرۍ په هڅو د هغوی د عملي مهارتونو د لوړولو په موخه دغه ورکشاپ ته ور وپېژندل شول.

په دې ورکشاپ کې محصلینو د دوه اونیو په لړ کې د وحشي ژوند د بېلابېلو موضوعاتو په اړه زده کړې وکړي، چې له جملې یې د کابل ژوبڼ تاریخچه او پېژندنه ، د وحشي او کورنیو حیواناتو خوراک، له قفسونو د محصلینو علمي لیدنه، دوحشي حیواناتو ضبط او ربط، په نظري او عملي ډول دوسایلو کارونه ، ایکولوژي، د ژوند تنوع، په افغانستان کې د وحشي ژوو وضعیت، د وحشي ژوو د ژوند ارزښتونه، په وحشي ژوو  او طبیعت کې د ناروغیو مدیریت، د وحشي ژوو د ساتنې طریقې او د افغانستان د خوندي څارویو او نباتاتو پیژندنه، د کابل ژوبڼ ریاست له خوا د څیړنیزو پروژو ترسره کول شامل دي.

د وترنري علومو پوهنځي رئيس ډاکټر شېرعلي جوهر وايي؛ د کابل پوهنتون او ژوبڼ ترمنځ د همکارۍ د هوکړې پر بنسټ به د محصلينو د ظرفيت د لوړولو په موخه دا ډول عملي کارونه دوام ولري او د وترنری علومو پوهنځي د محصلینو لپاره به په هر سمستر کې لږ تر لږه دوه پروګرامونه کابل ژوبڼ لخوا تنظیمیږي.

د دغه ورکشاپ په پای کې د وترنری علومو پوهنځي د رئیس او استادانو په حضور کې د کابل ژوبڼ د رهبرۍ له خوا په فارغو محصلینو ستاینلیکونه وویشل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۲:۴۳
Background image

الدعوة لتقديم الأبحاث والمقالات العلمية للنشر في مجلة الدراسات الإسلامية – جامعة كابل

تقبل رئاسة المجلات في وكالة البحث والتحقيق لجامعة كابل الأبحاث والمقالات العلمية في مجلة الدراسات الإسلامية – جامعة كابل (JIS) ، وتدعو الباحثين والعلماء الكرام إلى تقديم الأبحاث. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۲:۳۹
Background image

د محصلينو ظرفیت لوړونې برنامې پیل شوې

د کابل پوهنتون د محصلینو د ظرفیت لوړولو په موخه بېلابېلې وړیا روزنیزې برنامې پیل شوې.

په دغو برنامو کې د ژبو، کمپیوټري زده‌کړو، ویناوالۍ، شغلي مهارتونو، د څېړنې میتودونه، خطاطۍ، SPSS. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: