د ترکیې هېواد د دمپلوپنار پوهنتون علمي مرستیال له کابل پوهنتون څخه لیدنه وکړه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۱/۵/۱ - ۱۲:۴۵
pic5

د ترکیې هېواد د دمپلوپنار پوهنتون علمي مرستیال دکتور شاه مراد اریک له کابل پوهنتون څخه د یوې لیدنې په لړ کې د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز سره وکتل.

ښاغلي اریک د کابل پوهنتون رئیس سره په لیدلو خوښي څرګنده کړه او د دمپلوپنار پوهنتون جوړښت اوفعالیتونو په هکله یې د کابل پوهنتون رئیس ته معلومات ورکړل او د اقتصاد، عامه ادارې، انجنیري پوهنځیو سره د همکاری او همدارنګه د کابل پوهنتون استادانو ته د ماسټری او دکتورا په کچه د بورسیو پر ورکړې چمتووالی وښود او زیاته یې کړه، چې د دمپلوپنار پوهنتون چمتو دی د کابل پوهنتون سره د زیاتوهمکاریو په موخه، د همکاری هوکړه لیک لاسلیک کړي.

پدې لیدنه کې د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز کابل پوهنتون ته د ښاغلي دکتور شاه مراد اریک راتګ ته د ښه راغلاست ترڅنګ له دې پوهنتون سره د هغه همکاري دقیقه او حیاتي وبلله او زیاته یې کړه، چې د دواړو اړخونو ترمنځ د همکاریو د نظر ورته والی شتون لري او مونږ هیله لرو، چې د اصولو او قوانینو په رڼا کې د دواړو لورو ترمنځ یو هوکړه لیک لاسلیک شي ترڅو دا همکاری زیاتې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۴:۴
Background image

د ناسمو راپورنو په اړه دکابل پوهنتون اعلامیه

په دې وروستیو کې د ځینو مغرضو رسنیو لخوا د کابل پوهنتون د یو شمېر استادانو د منفکۍ په اړه ناسم او بې اساسه خبرونه خپريږي، کابل پوهنتون دا افواهات په کلکه ردوي او د دا ډول مغرضو خبرونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۲۱
Background image

د کابل پوهنتون پنځو ممتازو فارغانو ته ځانګړې ډالۍ او د دندو ژمنه ورکړل شوه

د کابل پوهنتون د ۱۴۴۸هـ.ق کال د ۲۲ پوهنځیو ۲۵۰۰ فارغانو له ډلې هغه پنځه محصلین چې د ټول پوهنتون په کچه یې له لومړۍ تر پنځمې لوړې نمرې ترلاسه کړې وې او عمومي ممتاز فارغان پېژندل شوي وو،. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: