مولوي معلم احمد حقاني د کابل پوهنتون د مالي او اداري مرستیال په توګه معرفي شو

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۴ - ۱۱:۲۶
Introducing

د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزرا مقام د حکم پربنسټ ښاغلی مولوي معلم احمد حقاني د کابل پوهنتون د مالي او اداري مرستیال په توګه وګمارل شو او په دې اړه د روان کال د غوايي میاشتې په ۲۱ نېټه د چهارشنبې په ورځ د یوې غون‌‌‌‌‌‌ډې په لړ کې د کابل پوهنتون د رییس ښاغلي دکتور اسامه عزیز له لوري د دې پوهنتون استادانو او کارمندانو ته وروپېژندل شو.

پدې غون‌‌‌‌‌‌ډه کې د کابل پوهنتون رییس خبرې وکړې او د پوهنتون نوي مالي او اداري مرستیال ته یې د بریالیتوب غوښتنه وکړه او همدارنګه یې وویل، چې په اسلامي شریعت کې دنده یو اللهي امانت دی او مونږ هیله لرو، چې مولوي حقاني دا امانت او مسوولیت د پوهنتون د نورو مسوولینو په همکاري او د الله ج په توفیق سره په ښه توګه تر سره کړي.

ښاغلي مولوي حقاني هم پدې غون‌‌‌‌‌‌ډه کې خبرې وکړې او د ریاست الوزرا له باور څخه د مننې ترڅنګ یې د کابل پوهنتون له استادانو او کارمندانو څخه وغوښتل تر څو له ده سره د دې علمي او اکا‌‌‌‌‌‌ډمیک بنسټ کې همکاري وکړي او خپلې مشورې ونسپموي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۴:۴
Background image

د ناسمو راپورنو په اړه دکابل پوهنتون اعلامیه

په دې وروستیو کې د ځینو مغرضو رسنیو لخوا د کابل پوهنتون د یو شمېر استادانو د منفکۍ په اړه ناسم او بې اساسه خبرونه خپريږي، کابل پوهنتون دا افواهات په کلکه ردوي او د دا ډول مغرضو خبرونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۲۱
Background image

د کابل پوهنتون پنځو ممتازو فارغانو ته ځانګړې ډالۍ او د دندو ژمنه ورکړل شوه

د کابل پوهنتون د ۱۴۴۸هـ.ق کال د ۲۲ پوهنځیو ۲۵۰۰ فارغانو له ډلې هغه پنځه محصلین چې د ټول پوهنتون په کچه یې له لومړۍ تر پنځمې لوړې نمرې ترلاسه کړې وې او عمومي ممتاز فارغان پېژندل شوي وو،. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: