د ملي تدارکاتو ادارې هیئت او د کابل پوهنتون رییس د کابل پوهنتون د علمي څېړنو مرکز له ودانۍ او د دې پوهنتون د کافه تریا څخه لیدنه وکړه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۴ - ۱۶:۴۲
ku

د روان کال د وري په ۱۴ نېټه د شنبې په ورځ د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري او د تدارکاتو ملي اداري هیئت د کابل پوهنتون د علمي څېړنو مرکز له ودانۍ څخه، چې له څو کلنو راهیسي د غیر معیاري والي له امله کار متوقف شوی او د دې پوهنتون له کافه تریا څخه لیدنه وکړه.

پدې لیدنه کې دواړو لورو د کار توقف د کابل پوهنتون د علمي څېړنو مرکز ودانۍ کې د کار د بې کیفیتي له امله شوی دی او همدارنګه یې د دې پوهنتون کافه تریا عدم فعالیت ارزونه وکړه. پوهاند بابري پدې لیدنه کې هیله وښوده، چې ژر به د کابل پوهنتون د علمي څېړنو مرکز د جوړېدلو کار له سره پیل شي او همدارنګه د کابل پوهنتون کافه تریا د پوهنتون لپاره یوه عایداتي منبع ده او د محصلینو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو بنسټیز مرکز دی، هم فعال شي.

د ملي تدارکاتو ادارې هیئت په رهبري د ملي تدارکاتو د قراردادونو د څېړنې او پرمختګ رییس سید اجمل شنه وعده وکړه، چې پدې برخه کې به له کابل پوهنتون سره اړینه همکاري وکړي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۹:۲۲
Background image

د کابل پوهنتون درې نړيوال علمي ژورنالونه د اسلامي نړۍ د علم او ټکنالوژۍ د څار او استناد موسسې لخوا انډېکس شول

د کابل پوهنتون درې نړيوال علمي ژورنالونه (د طبیعي علومو نړیوال ژورنال، د ټولنیزو او بشري علومو نړیوال ژورنال او د اسلامي مطالعاتو نړیوال ژورنال) رسما د اسلامي نړۍ د علم او ټکنالوژۍ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۰:۴۲
Background image

د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه ورکشاپ ترسره شو

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لوري "په علمي څېړنو کې د مصنوعي ځیرکتیا د سهولتونو او په اخلاقي چوکاټ کې ستونزو“ تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ د پوهنتون مسلکي ترینر پوهنیار سید. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۹:۱۶
Background image

د کابل پوهنتون د خواخوږۍ او ډاډګېرنې پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

《كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ۗ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۖ فَمَن زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ ۗ. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: