له ۱۵۰ تنو څخه زیاتو محصلینو د کمپیوټر او عربي ژبې زده کړې وکړې

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۵ - ۱۵:۳۸
211564

د کابل پوهنتون ګڼو پوهنځيو له ۱۵۰تنو څخه زیاتو محصلینو چې په مرکزي لیلیه کې اوسیږي؛ د عربي ژبې او کمپیوټر پروګرامونو۳میاشتنۍ زده کړې وکړې.

نوموړی زده کړییز پروګرام د محصلانو انسجام آمریت لخوا د کمپیوترساینس پوهنځي استادانو، د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي عربي څانګې څلورم ټولګي محصیلنو او همدارنګه د مرکزي لیلیې عمومي مدیریت په همکارۍ په لاره اچول شوی وو.

هغه محصلینو چې په یاد زده کړییز پروګرام کې برخه اخیستې وه؛ د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي حافظ عبیدالله عبیده، د کمپیوتر ساینس پوهنخي رئیس او استادانو، د عربي څانګې استادانو، نشراتو آمر، د محصلانو خدماتو انسجام آمریت او مرکزي لیلیې عمومي مدیر په شتون کې تصدیق پاڼې پرې وویشل شوې.

په دې پروګرام کې ویناوالو د تکنالوژۍ او عربي ژبې پر اهمیت خبرې وکړې او دې برخو ته یې د محصلینو د پام کولو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۱۰
Background image

پښتو او دري مقالې، په نړیوال اعتبار!

د کابل پوهنتون د علمي مجلې امریت له لوري پښتو او دري مقالې په نړیوالو ژورنالونو «د طبیعي علومو علمي- څېړنیز ژورنال» او «د ټولنیزو علومو علمي- څېړنیز ژورنال» کې، له نړیوال اعتبار سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۸:۳۸
Background image

د فارمسي پوهنځي د تدریسي درملتون د جوړولو چارې پیل شوې

د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي د تدریسي درملتون د جوړولو چارې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

دغه تدریسي درملتون د ۱۴۰ متره مربع ځمکې پر مساحت، په دوو پوړونو کې جوړېږي او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۸:۵۶
Background image

په کابل پوهنتون کې د پښتو او دري ژبو او ادبیاتو ډیپارتمنټونو ارتقا دوو خپلواکو پوهنځیو ته

د افغانستان د لوړو زده‌کړو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، د لوړو زده کړو عالي شورا د ۱۴۰۵/۶/۱۵ نېټې د (۱۱) ګڼې پرېکړې پر بنسټ، د کابل پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو او د دري ژبې او. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: