د کابل پوهنتون د ۱۴۰۰ کال د یو شمېر متقاعدینو استادانو له کارونو او خدمتونو څخه د کابل پوهنتون رهبري ستاینه وکړه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۳ - ۱۰:۲۲
ku

کابل پوهنتون رهبري د روان کال د وري په ۲۳ نېټه د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۰ کال د ۱۲ متقاعدو استادانو او یوکارمند له کړنو او خدمتونو څخه د یوې غونډې په لړ کې په داسې حال کې، چې د یو شمېر پوهنځیو رییسانو او استادانو شتون درلود ستاینه وکړه.

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د غونډې په پیل کې د دې پوهنتون د متقاعادو استادانو او یو کارمند له علمي او اکاډمیکو کړنو څخه د ستاینې ترڅنګ یې دوی ته وویل: «تاسو په زیاتو سختو شرایطو کې دې پوهنتون کې کار کړی او د هیواد اولاد مو روزلی دی، چې دا ستاسو ريښتینولي او وطن دوستي ده، د کابل پوهنتون رهبري به هیڅ وخت ستاسو دا خدمتونه هېر نکړي. »

د کابل پوهنتون د رییس په وینا د استادانو او د علمي کادر د غړو د تقاعد سن د اوسني قانون مطابق سخت دي، پدې برخه کې باید تامل وشي او د علمي کادر غړو قانون باید بدلون ومومي. پوهاند بابري د خپلو خبرو په یوې برخه کې په تاکیدي ډول وویل، چې د کابل پوهنتون علمي شورا «د متقاعدو استادانو علمي او اکاډمیک طرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې طرزالعمل» یې تصویب کړی او د دې طرزالعمل مطابق په علمي او اکاډمیکو برخو کې د متقاعد شوو استادانو له ظرفیت څخه به ګټه پورته کوي.

د کابل پوهنتون د کیمیا پوهنځي رییس پوهندوی دکتور احمد مسعود منصوري د دې پوهنتون د رییسانو په استازیتوب پدې غونډه کې خبرې وکړې او د دې استادانو له ګټو، ښو اخلاقو او خوږو خاطرو څخه یادونه وکړه. دکتور منصوري په خپلو خبرو کې وویل: «د ویاړ ځای دی، چې د لومړي ځل لپاره په کابل پوهنتون کې د پوهنتون د رهبري په نوښت د متقاعدو استادانو څخه د ستاینې په موخه يو ښه محفل جوړیږي، چې خپل زیات کلونه یې د هیواد اولاد ته وقف کړي دي او دا د استاد لوړ مقام ته د درناوي په مانا دی.»

پدې غونډه کې د متقاعدو استادانو په استازیتوب پوهاند دکتور غلام حبیب پنجشیري خبرې وکړې او د دې غونډې په جوړېدو د خوښي ښودو ترڅنګ وویل: «مونږ وعده کوو، چې په خپله ټینګه اراده خپلو څېړنو، تالیف او ترجمې ته دوام ورکوو او د لوړو زده کړو بنسټونو یې په پیدایښت کې زمینه برابره کړې ده او پوهنتون خپل کور او کارکوونکي به یې د کورنۍ غړي وشمېرو.»

د کابل پوهنتون علمي مرستیال پوهاند دکتور محمد شفیع شریفي هم د متقاعدو استادانو او کارمندانو ارزښتمندو کړنو څخه ستاینه وکړه او ویې ویل، چې د پوهنتون اوسنۍ وضعیت د مخکینیو استادانو، چې اوس یې تقاعد کړی دی احسانمند دی او مونږ دا زحمتونه هېڅ وخت نه هېروو.

دا غونډه د کابل پوهنتون متقاعدو استادانو او يو کارمند ته د ستاینلیکونو او ډاليو پر ورکړه پایته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۹:۲۲
Background image

د کابل پوهنتون درې نړيوال علمي ژورنالونه د اسلامي نړۍ د علم او ټکنالوژۍ د څار او استناد موسسې لخوا انډېکس شول

د کابل پوهنتون درې نړيوال علمي ژورنالونه (د طبیعي علومو نړیوال ژورنال، د ټولنیزو او بشري علومو نړیوال ژورنال او د اسلامي مطالعاتو نړیوال ژورنال) رسما د اسلامي نړۍ د علم او ټکنالوژۍ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۰:۴۲
Background image

د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه ورکشاپ ترسره شو

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لوري "په علمي څېړنو کې د مصنوعي ځیرکتیا د سهولتونو او په اخلاقي چوکاټ کې ستونزو“ تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ د پوهنتون مسلکي ترینر پوهنیار سید. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۹:۱۶
Background image

د کابل پوهنتون د خواخوږۍ او ډاډګېرنې پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

《كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ۗ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۖ فَمَن زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ ۗ. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: