په کابل پوهنتون کې د پښتو او دري ژبو او ادبیاتو ډیپارتمنټونو ارتقا دوو خپلواکو پوهنځیو ته
د افغانستان د لوړو زدهکړو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، د لوړو زده کړو عالي شورا د ۱۴۰۵/۶/۱۵ نېټې د (۱۱) ګڼې پرېکړې پر بنسټ، د کابل پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو او د دري ژبې او ادبیاتو ډیپارتمنټونه د دوو خپلواکو پوهنځیو کچې ته لوړ شول.
دا لويه علمي او کلتوري لاسته راوړنه د پښتو او دري ژبو او ادبیاتو ټولو درنو استادانو، محصلینو، کلتورپالو، لیکوالانو او مینه والو ته له زړه څخه مبارکي وایو.
