د کابل پوهنتون د لړم دولسمې تروریستي برید په هکله د قران کریم ختم او د شهیدانو کورنیو او ټپیانو ته د زده کړې لګښت مرستو په هکله ناسته جوړه شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۳۱ - ۱۰:۳۴
ku

د روژې مبارکې میاشتې په ویاړ د قران کریم ختم او د تېر کال د لړم دولسمې تروریستي برید ۲۲ ټپیانو او شهیدانو کورنیو ته د زده کړې لګښت مرستې د FHI 360 موسسې له لوري د کابل پوهنتون د رهبري او د دې موسسې د مسوولینو په حضور کې ورکړل شوې.

پدې غونډه کې د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د لړم دولسمې تروریستي برید شهیدانو ته د مغفرت غوښتنه او د هغوی کورنیو ته یې د تسلیت په ویلو سره وویل، چې دا یوه زړه بوګنوونکې پېښه وه، چې هېڅ وخت او هېڅ وخت به هېره نشي او د افغانستان د لوړو زده کړو کورنۍ په ځانګړي توګه کابل پوهنتون به تل له دې څخه اغېزمن وي.

پوهاند بابري زیاته کړه، چې د پوهنتون رهبري هڅه کړې او همدارنګه هڅه کوي تر څو د دې تروریستي برید کورنیو او ټپیانو ته سره همکاري وکړي او پدې برخه کې همکاري هم تر سره شوي دي. د کابل پوهنتون رییس همدارنګه د FHI 360 موسسې له مرستو څخه، چې د لړم ۱۲ د تپیانو او شهیدانو له کورنیو سره د زده کړې د لګښت لپاره کړي مننه وکړه او د دې مرستو د دوام غوښتنه یې وکړه.

په ورته مهال د FHI 360 موسسې استازي نجیب الله سیاوش پدې غونډه کې وویل، چې دوی تر ارزونې او هڅو وروسته وکولای شول، چې د لړم دولسمې تروریستي برید له ډلې څخه ۲۲ تنو ته به یوه اندازه مالي وجه مرسته ورکړي تر څو هغوی خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. ښاغلي سیاوش زیاته کړه، چې دا مرستې په دوه کټګوریو تقسیم شوي دي او په لومړۍ کټګوري کې هغه کسان شامل دي، چې مرستو ته جدي اړتیا لري هغوی ته ۱۰۰۰ زر امریکايي ډالر مرسته کیږي او په دوهمه کټګوري کې هغه کسان شامل دي، چې کمه اړتیا لري او د هغوی لپاره څلور سوه امریکايي ډالر مرسته کیږي.

د FHI 360 بنسټ د AHEAD برنامې یو له همکارانو څخه دی، چې دا برنامه د لوړو زده کړو په ځانګړې توګه کابل پوهنتون سره په مختلفو برخو کې همکاري کوي. په کابل پوهنتون د تروریستي برید په پایله کې ۱۸ تنه محصلین، یو کارمند او د امنیتي ځواکونو یو سرتېرۍ شهید شوي وو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۲:۴۳
Background image

الدعوة لتقديم الأبحاث والمقالات العلمية للنشر في مجلة الدراسات الإسلامية – جامعة كابل

تقبل رئاسة المجلات في وكالة البحث والتحقيق لجامعة كابل الأبحاث والمقالات العلمية في مجلة الدراسات الإسلامية – جامعة كابل (JIS) ، وتدعو الباحثين والعلماء الكرام إلى تقديم الأبحاث. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۲:۳۹
Background image

د محصلينو ظرفیت لوړونې برنامې پیل شوې

د کابل پوهنتون د محصلینو د ظرفیت لوړولو په موخه بېلابېلې وړیا روزنیزې برنامې پیل شوې.

په دغو برنامو کې د ژبو، کمپیوټري زده‌کړو، ویناوالۍ، شغلي مهارتونو، د څېړنې میتودونه، خطاطۍ، SPSS. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: