د پوهنتون د استازو په فعال ګډون "د افغانستان د چاپېریالي وضعیت ارزونې" ورکشاپ دائر شو

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري یاد درې ورځنی ورکشاپ ترسره شو، چې موخه یې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت هر اړخیزه ارزونه وه.
ورکشاپ کې د کابل پوهنتون په استازولۍ د انجنیري پوهنځي رئیس پوهاند ډاکټر عبدالقیوم کریم او د ځمکپوهنې پوهنځي رئیس پوهاند عبدالغیاث صافي فعاله ونډه درلوده. د کابل پوهنتون استازو د DPSIR تحلیلي تګلارې پر بنسټ په ګروپي کارونو، ارزونو او تحلیلي بحثونو کې د اقلیمي بدلون، د چاپېریال په وړاندې د شته ننګونو، ستونزو، حل لارو چارو په تړاو د ذیربطو ادارو مسؤولینو ته خپل معلومات، تجربې او وړاندیزونه شریک کړل، چې د دې ورکشاپ پایلې به د چاپېریال د وضعیت راپور ته لار هواره کړي او د اړوندو ادارو راتلونکي پلانونه به غني او ګټور کړي. د پایلو له شریکولو وروسته به راپور د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې چاپ، معرفي او د کابل پوهنتون د یادو پوهنځیو کتابتونونو ته به هم وسپارل شي.