د ټولنیزو او بشري علومو نړیوالې مجلې فعالیت رسمي جواز ترلاسه کړ
د کابل پوهنتون د «ټولنیزو او بشري علومو نړیوالې مجلې» د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تألیف او ژباړې له ریاست څخه د فعالیت رسمي جواز ترلاسه کړ. یاده مجله چې د نړیوالو معیارونو له مخې یې د بنسټیز جوړښت شرایط بشپړ کړي، د کابل پوهنتون د تحقیقاتو معاونيت له لوري تير کال ايجاد شوه، له دې وروسته به د هېواد د پوهانو، څېړونکو او علمي کادرونو علمي مقالې خپروي. دغه ژورنال به نه یوازې د علمي مقالو د نشر لپاره معتبره منبع وي؛ بلکې د علمي او څېړنیز فعالیتونو په پیاوړتیا کې به مهم رول ولوبوي.
د کابل پوهنتون اوسمهال (۳ ) نړيوالې او ( ۲) ملي علمي مجلې لري، چې د ساينسي او ټولنيزو علومو اړوند څېړنيزې مقالې خپروي.دغه راز د پوهنځیو په کچه هم درې مجلې فعالې دي چې په ځینو نورو یې هم کار روان دی.
د ټولنیزو او بشري علومو نړیوالې مجلې ته د لاسرسي لینک.
