د وترنري علومو پوهنځي د میکروبونو له مقاومت سره د مبارزې د اغېزمنو میتودونو تر عنوان لاندې ورکشاپ دائر کړ

tariq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۷ - ۹:۲۸
pic14

دغه ورکشاپ د کرنې وزارت د څارویو د روغتیا ریاست د کنفرانسونو په تالار کې ددغه ریاست، د روغتیا نړیوالې ادارې او د عامې روغتیا وزارت په مرسته د وترنر ډاکټرانو، د چرګانو، غواګانو او کبانو فارم لرونکو او د لبنیاتو د پروسس کوونکو شرکتونو لپاره دائر شو.

د ورکشاپ په پیل کې د کرنې او مالدارۍ وزارت د څارویو د روغتیا رئیس ښاغلي مفتي ذاکرالله د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او هیله یې څرګنده کړه چې له دغه پروګرام څخه په ښه ډول ګټه واخیستل شي، استادان او متخصصین له یو بل سره خپلې تجربې شریکې کړي او پر مټ یې د میکروبونو د مقاوم کېدو د مخنیوي لپاره لارې چارې پیدا او د ګډونوالو سره یې شریکې کړي.

ورپسې د وترنري علومو پوهنځي رئیس ښاغلي پوهاند ډاکټر شیرشاه سادات د کابل پوهنتون په استازولۍ د ورکشاپ په موضوع باندې هر اړخیزې خبرې وکړې او یاد ورکشاپ یې ګټور وباله هغه زیاته کړه چې پوهنتونونه مسؤلیت لري چې څېړونکي او متخصصین وروزي او په عرضه کوونکو ادارو  کې یې د خدمت کولو لپاره وړاندې کړي.

پدې ورکشاپ کې د روغتیا نړیوالې ادارې استازي ښاغلي ډاکټر صفي الله ندیب او د عامې روغتیا وزارت استازي ډاکټر نصیر ستانکزي هم د یادې موضوع په اړه بحث وکړ او د اړونده ادارو څخه یې د همغږۍ غوښتنه وکړه ترڅو هېواد ته د بې کیفیته درملو د واردولو څخه چې د میکروبونو د مقاومت باعث کېږي مخنیوي وشي.

دغه ورکشاپ به دوه ورځې دوام وکړي چې د وترنري علومو پوهنځي استادان او نور متخصصین به د میکروبونو له مقاومت سره د مبارزې په اړه خپل پریزینټشنونه وړاندې کړي او همدارنګه به ګډونوال خپل نظرونه او پوښتنې د موضوع په اړه مطرح کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۹:۸
Background image

په شرعي علومو کې د علمي مقالې لیکنې میتودولوژي ورکشاپ ترسره شو

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لوري «په شرعي علومو کې د علمي مقالې لیکنې میتودولوژي» تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ دایر شو.

په ورکشاپ کې د کابل ولایت د عل.ماوو د شورا غړو، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو او ۷۵ څانګو څخه ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول. د فراغت په غونډه کې د ا.ا.ا لوړپوړو چارواکو، د بېلابېلو پوهنتونونو مشرتابه، دیني عالمانو، استادانو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۳:۵۹
Background image

" اوبه د اقلیمي عمل لپاره" تر عنوان لاندې کنفرانس دایر شو

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لورې "اوبه د اقليمي علمي لپاره" تر عنوان لاندې يو ورځنی څېړني کنفرانس ترسره شو.

په دې کنفرانس کې د پوهنتون د اړوندو څانګو د استادانو لخوا لس علمي. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: