د لابراتواري وسایلو د مدیریت ورکشاپ دائر شو
د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لوري، د تخصصي ظرفیتونو د لوړولو په موخه « د لابراتواري وسایلو مدیریت او د لابراتوارونو حفظالصحه» تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.
ویناوالو د لابراتوارونو د معیاري مدیریت پر ارزښت، د تدریس او علمي څېړنو د کیفیت په لوړولو کې د لابراتواري تجهیزاتو پر بنسټیز رول، د خوندیتوب او حفظالصحي اصولو د رعایت پر اړتیا او د کارکوونکو د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو پر اهمیت رڼا واچوله؛ همدارنګه یې د داسې تخصصي او ښوونیزو پروګرامونو پر دوام یې ټینګار وکړ.
ورکشاپ د ګډونوالو د نظریاتو او وړاندیزونو په اخیستلو سره پای ته ورسېده.
