د ترکیې هېواد د دمپلوپنار پوهنتون علمي مرستیال له کابل پوهنتون څخه لیدنه وکړه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۱/۵/۱ - ۱۲:۴۵
pic5

د ترکیې هېواد د دمپلوپنار پوهنتون علمي مرستیال دکتور شاه مراد اریک له کابل پوهنتون څخه د یوې لیدنې په لړ کې د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز سره وکتل.

ښاغلي اریک د کابل پوهنتون رئیس سره په لیدلو خوښي څرګنده کړه او د دمپلوپنار پوهنتون جوړښت اوفعالیتونو په هکله یې د کابل پوهنتون رئیس ته معلومات ورکړل او د اقتصاد، عامه ادارې، انجنیري پوهنځیو سره د همکاری او همدارنګه د کابل پوهنتون استادانو ته د ماسټری او دکتورا په کچه د بورسیو پر ورکړې چمتووالی وښود او زیاته یې کړه، چې د دمپلوپنار پوهنتون چمتو دی د کابل پوهنتون سره د زیاتوهمکاریو په موخه، د همکاری هوکړه لیک لاسلیک کړي.

پدې لیدنه کې د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز کابل پوهنتون ته د ښاغلي دکتور شاه مراد اریک راتګ ته د ښه راغلاست ترڅنګ له دې پوهنتون سره د هغه همکاري دقیقه او حیاتي وبلله او زیاته یې کړه، چې د دواړو اړخونو ترمنځ د همکاریو د نظر ورته والی شتون لري او مونږ هیله لرو، چې د اصولو او قوانینو په رڼا کې د دواړو لورو ترمنځ یو هوکړه لیک لاسلیک شي ترڅو دا همکاری زیاتې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۱۵:۲۰
Background image

د کابل پوهنتون علمي شورا غونډه ترسره شوه

د کابل پوهنتون علمي شورا غونډه د روان ۱۴۰۲ هـ ل کال په لومړۍ ورځ د پوهنتون رئیس او مرستیالانو په ګډون کې ترسره شوه.

په نوموړې غونډه کې د ماسترۍ (۷) او د دکتورا (۲) نویو برنامو د رامنځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۹ - ۹:۴۱
Background image

د کابل پوهنتون کرنې پوهنځي د ۱۴۰۱ کال خپلې لاسته راوړنې او د راتلونکي ۱۴۰۲ کال پلانونه او طرحې د کنفرانس په ترڅ کې وړاندې کړې

د کرنې پوهنځي رهبرۍ د 1401 کال کړنې، لاسته راوړنې او ستونزې د کنفرانس په ترڅ کې د پوهنتون د رهبرۍ ته وړاندې کړې او د راتلونکي 1402کال د پلانونو او طرحو څخه یې هم خبر کړل.

د کرنې پوهنځي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۵ - ۱۳:۲۶
Background image

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون ادراي او مالي چارو مرستیال ښاغلي حافظ عبیدالله "عبیده" د روان کال کب میاشتې په ۲۵ نېټه پنجشنبې ورځ د کابل پوهنتون په انګړ کې د پوهنځيو رئیسانو، استادانو او محصلینو په. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د پسرلي په موسم کې د کابل پوهنتون انګړ

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

د کابل پوهنتون د لوړو زده کړو د پیاوړتیا ملي کنفرانس انځوریز البوم

د کابل پوهنتون استادانو ته د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ ندا محمد ندیم صاحب د وینا یوه برخه:

د ټولنیزو علومو پوهنځي کې د ماسټري د نویې برنامې رامنځ ته کېدو د نصاب په اړه د نظر شریکولو غونډه ترسره شوه

د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي د څېړنیز پوسترونو نندارتون پرانستل شو

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فارغ التحصیل محصلینو د فراغت غونډې مراسم تر سره شول

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فراغت غونډې د عکسونو البوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم

دکابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځۍ د پسرلنی سمسټر د نندارتون په مراسمو کې دلوړو زده کړو وزارت دعلمي معین ښاغلی لطف الله خیرخواه صاحب وینا