د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د کابل پوهنتون له رییس سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۵
meeting

د کابل پوهنتون رییس ښاغلي دکتور اسامه عزیز سره د روان کال د کب په ۲۵ د چهارشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسون او مل پلاوي سره، چې کابل پوهنتون ته راغلي وو، د خپل کار په دفتر کې وکتل.

پدې لیدنه کې د کابل پوهنتون رییس، پوهنتون ته د اروپایي اتحادیي ځانګړي استازي راتګ ته ښه راغلاست وویل، د درسونو د پيل او د دې اتحادیې او علمي بنسټونو سره د اړیکو ټينګښت باندې یې خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې مونږ غواړو د تېر په څېر په اکادمیک میدان کې هم له نړۍ سره اړیکې ولرو او دې ته هیله مند یو خو په اوس وخت کې له افغانستان سره نړۍ والې مرستې په بشري برخې پورې محدودې دي ولې  افغانان په اوس وخت کې، لکه څنګه چې لومړنیو موادو ته اړتیا لري؛ تعلیم او تحصیل ته هم اړتیا لري او دا مسئله دا ایجابوي، چې دا دوه میدانه له یو بل څخه جلا نشي او په تحصیلي برخه کې هم له افغان ملت سره همکاري وشي.

په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي توماس نیکلسون د پوهنتون د درسونو د پيل او په هیواد کې د لوړو زده کړو د اهمیت او لوړ مقام په هکله د مثبت نظر د بیان او کابل پوهنتون ته په راتګ یې خوښي وښوده او د بیا رغونې، پرمحتګ او پدې پوهنتون کې یې د شته ننګونو د حل د همکارۍ وعده وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۹:۱۴
Background image

د جدید الشمول محصلانو ښه راغلاستغونډه ترسره شو

کابل پوهنتون ته په ١٤٠٤ش کال کې د نویو جذب شویو محصلینو د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه، چې په کې د لوړو زده کړو محترم وزیر، د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، استادانو او محصلینو ګډون وکړ.

په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۹:۱۶
Background image

د حقوقي ستاژرانو فراغتغونډه تر سره شوه

د کابل پوهنتون د حقوقي زده کړو ملي مرکز د حقوقي ستاژ څوارلسمې دورې (۷۶) محصلین د تخصص په کچه فارغ کړل، چې پکې د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون رهبرۍ ، عدلیې وزارت، سترې محکمې استازو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د طبیعي علومو نړیوال ژورنال نوې ګڼه پرلیکه شوه

د کابل پوهنتون د مجلو او ژورنالونو آمریت ویاړي چې د طبیعي علومو نړیوال ژورنال (Journal of Natural Science Review) د ۲۰۲۵م کال درېیمه ګڼه يې پرلیکه کړه.

په دې ګڼه کې د کورنیو او بهرنیو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: