تدارکاتی خبرتیا!

tariq_admin
456

Publish Date

Closing Date

د فورم شمېره P_ 01

د لوړو زده کړو وزارت اړوند، کابل پوهنتون د ۱۴۰۲ هـ ش کال له مخې په دوو لات کې د کابل پوهنتون   لیلیې د دیوالونو رنګول، موکیت فرش او اوبو رسولو سیستم جوړولو پروژه په قرار داد ورکوي؛ په شرایطو برابر کسانو ته بلنه ورکول کیږي؛ چې د داوطلبۍ په پورتنۍ پروژه کې چې (MOHE/KU/1402/12/W/NCB/L1..L2) تشخیصه نمبر لرونکی دی؛ برخه واخلي. مربوطه آفر د شرطنامې سافت د فلش په حافظه کې د کابل پوهنتون تدارکاتو آمریت اړوند د تدارکاتو عمومي مدیریت څخه ترلاسه او خپل آفرونه د تدارکاتو قانون او طرزالعمل مطابق ذکر شوې شرطنامې سره سم په تړلي شکل د نوموړې خبرتیا له خپرېدو سره سم تر ۲۱ کاري ورځو پورې له غرمې مخکې په (10:00) بجو د کابل پوهنتون تهیه او تدارکاتو آمریت ته، چې د کابل ولایت دریېمې ناحیې اړوند کارته سخي کې د علي آباد روغتون مخامخ موقعیت لري؛ وړاندې کړي، هغه آفرونه چې له ټاکلې نېټې ورسته یا له انترنیټ څخه ترلاسه شوي، وي د منلو وړ نه دي.

د آفر خلاصولو جلسه له خبرتیا ۲۱ ورځو وروسته له غرمې مخکې د کابل پوهنتون تدارکاتو آمریت کې چې د پخواني نقلیه وسایطو تم ځای کې موقعیت لري، د پوست خونې دهلیز په داخل کې ښي لور ته (۵) نمبر خونه کې ترسره کیږي.

په اول لات کې د کابل پوهنتون لیلیې دیوارنو رنګول او د موکیت فرش د آفر تضمین اندازه (۵۲۹۷۶۳) پنځه لکه نهه اویا زره اووه سوه درې شپیته افغانۍ کیږي.

ددوهم لات کې د کابل پوهنتون د اوبو رسولو سیستم جوړولو پروژې د آفر تضمین اندازه (۹۰۸۰۷۴) نهه لکه اته زره څلور اویا افغانۍ کیږي، د آفر تضمین د بانګ په تضمین د منلو وړ دی، چې د شرکتونو د آفر خلاصولو په ورځ ګډونوال خپل تضمین له ځانه سره ولري.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۴ - ۱۰:۴۴
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا!

د لوړو زده کړو و زارت اړوند کابل پوهنتون ریاست د ۱۴۰۲ل کال لپاره د کابل پوهنتون فاضلابو د تصفیه کولو او فعالولو د تهیه او تدارکاتو پروژه په قرار داد ورکوي، په شرایطو برابر ټولو کسانو ته . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۵ - ۱۲:۲۵
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا!

د فورم شمارهP_ 01

د لوړو زده کړو وزارت اړوند کابل پوهنتون ریاست د ۱۴۰۲هـ ش کال له مخې د جامع مسجد، د څیړنو مرکز، د محصلینو پارک شاوخوا، د سیدجمال الدین مقبرې شمال لور، د عامه ادارې او . . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۶ - ۱۴:۵۷
Background image

تدارکاتی خبرتیا!

د فورم شمېره P_ 01

د لوړو زده کړو وزارت اړوند، کابل پوهنتون د ۱۴۰۲ هـ ش کال له مخې په دوو لات کې د کابل پوهنتون   لیلیې د دیوالونو رنګول، موکیت فرش او اوبو رسولو سیستم جوړولو پروژه په . . .

Back to tenders

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم