د امام محمد شیباني (رح) تدریسي بلاک لپاره د محافظتي دېوال جوړېدل

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۰ - ۱۱:۱۹
3362

یاد دېوال چې۶۵۰ متره اوږدوالی او ۲۵۰ سانتي متره جګوالی لري، د کابل پوهنتون امام محمد شیباني (رح) تدریسي بلاک، د تمیم انصاري (رضي الله عنه) او امام قتیبه (رح) تالارونو د ساتنې او ښکلا په موخه جوړیږي.
نوموړی دېوال په پاخه او اساسي ډول له ډبرو او خښتو څخه جوړیږي او د چارې یې په منظم او معیاري ډول د مسؤل انجینرانو تر نظر لاندې ترسره کېږي او په پام کې ده، چارې به یې تر راتلونکو ۲۰ ورځو پورې بشپړې شي.
د یادونې وړ ده چي د دې دیوال د جوړولو قیمت د ۳میلیونه او اته سوه زره افغانیو په شاوخوا کې دی، چې د پوهنتون له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کیږي.
له دې مخکې د دې بلاک او تالارونو شاوخوا د اغزن سیم او جالۍ په واسطه پوښل شوې وه، چې د ساتنې او ښکلا په برخه کې اغیزمن او مناسب نه وو، په همدې دلیل نوموړی محافظتي دیوال په غوره شکل سره ورته جوړیږي.
                  

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۵:۵۰
Background image

"په افغانستان کې د حلالې غذا تولید، ستونزې او حللارې" علمي سيمينار جوړ شو

په کابل پوهنتون کې د «په افغانستان کې د حلالې غذا تولید، ستونزې او حللارې» تر عنوان لاندې علمي سیمینار جوړ شو. په دغه سیمینار کې د پوهنتون استادانو او محصلینو ګډون درلود.

د موضوع. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۵:۳۱
Background image

هېواد کې د تېرې شپې زلزلې په اړه د انجنيري پوهنځي د زلزله سنج دستګاه راپور:

تېره شپه د رېښتر په کچه شپږ درجو، ورپسې د ۵ اعشاریه ۲ درجو دوو ټکانونو او ۴ اعشاریه ۷ درجې وروستي ټکان رامنځته شو، مرکز یې ننګرهار ښودل شوی، چې په کونړ، لغمان او کابل کې هم حس شوې ده.

. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو