د تیلي کمیونیکشن انجینرۍ ډيپارټمنټ
الف. پېژندنه:
د مخابراتو انجینرۍ ډيپارټمنټ په ۱۳۸۶ لمریز کال کې د معلوماتي او مخابراتي تکنالوژۍ پوهنځي په چوکاټ کې د لیسانس په کچه د لوړو زدهکړو په موخه د مخابراتي انجینرۍ په برخه کې چې زموږ د ټولنې یو له اړینو اړتیاوو څخه ده تاسیس شوه.
ب. موخې:
د تیلي کمیونیکشن انجینرۍ ډيپارټمنټ د رامنځته کولو موخه د هېواد په کچه د محصلانو روزنه د د طراحۍ، ډیزاین، د مخابراتي سیستمونو مدیریت چې د LAN، MAN او WAN اړوند وي، د سافتویرنو جوړونه او طرح او د مخابراتي شرکتونو سمبالونه په موثره او ګټوره توګه چې د غوښتنو ځواب ووایي.
د داسې فارغانو وړاندې کول ټولنې ته چې د هېواد د مسلکي پرمختګ، رڼو اړیکو، اخلاقي او ټولنیزو مسولیتونو ته ژمن وي. د زدهکړې د لوړې وړتیا څښتن، ګروپي کار او د انتقالي مخابراتي سیستمونو د دایرولو طراحي کولو، تطبیقولو وړتیاوې په بېسیمه مخابراتي مبایلونواو نوري فایبر په برخو کې ولري.
۱.لیدلوری:
د مخابراتي انجینرۍ (مخابراتو) ډيپارټمنټ د باکیفیته زدهکړو په وړاندې کولو، د ډېرو ماهرو، متخصصو او متبحرو انساني سرچینو په روزلو د څېړنې او تلپاتې پرمختګ د فرهنګ په دودولو سره زیار وباسي تر څو یو پرمختللی با اعتباره او باکیفیته تحصیلي مرکز په ملي او نړیواله کچه وګڼل شي.
۲. ماموریت:
د کیفیت د ښهوالي او پرله پسې والي کوښښ، د ډيپارټمنټ استادانو ته انګېزه ورکول او له دوی څخه ملاتړ د ښه کارکولو او د محصلانو د راضي کولو د سطح د لوړاوي په موخه او همدا شان د ورځنیو غوښتنو سره سم د تحصیلي نصاب یا کریکولم جوړول او د محصلانو لپاره د تقویت او مهارت لوړونې پروګرامونو برابرول د مخابراتي انجینرۍ د څانګې رسالت او ماموریت ګڼل کیږي.
ج. لابراتوارونه:
د مخابراتي انجینرۍ ډيپارټمنټ د محصلانو د تجربې په موخه د بېلابېلو ادارو په مرسته لاندې لابراتوارونه په عملي او تطبیقي برخو کې د تاسیس او تجهیز شرایط برابر کړل.
- د GSM او وایرلس لابراتوار
- د انتنونو او مایکروویف لابراتوار
- د نوري فایبر لابراتوار
- د سرکت (انالوگ او دیجیتل) لابراتوار
- د پاور لابراتوار
د) تحصیلي نصاب (تخصصي مضمونونه)
| ګڼه | د مضمون نوم | کود نمبر | کرېدېت | ګڼه | د مضمون نوم | کود نمبر | کرېدېت | 
| ۱ | د تیليکمیونیکیشن انجنیرۍ بنسټونه | ICTC-101 | 3 | ۱۳ | د انتقال لیکې او شبکې | ICTC-408 | ۴ | 
| ۲ | د کمپیوټر بنسټونه | ICIS-101 | 4 | ۱۴ | د الکترونیک دیجیتل | ICTC-409 | 3 | 
| ۳ | د برېښنایی سرکټ تحلیل | ICTC-202 | 3 | ۱۵ | انالوگ او دیجیتل کمونیکیشن | ICTC-511 | 4 | 
| ۴ | تخنیکي رسم | ICTC-203 | 4 | ۱۶ | نوري مخابرات | ICTC-512 | 4 | 
| ۵ | د الکترونیک بنسټونه | ICTC-304 | 4 | ۱۷ | دیتا کمونیکیشن | ICTC-513 | 3 | 
| ۶ | د برقي سرکت تحلیل II | ICTC-305 | 4 | ۱۸ | د سیگنال او انتنونو خپرول | ICTC-514 | 4 | 
| ۷ | د وړتیا سیستمونه | ICTC-306 | 4 | ۱۹ | د سیلولر او موبایل پرمختللې شبکې | ICTC-719 | 4 | 
| ۸ | سویچینگ او تیلیفوني دیجیتل | ICTC-615 | 4 | ۲۰ | مایکرو ویف او ستلایت کمیونیکیشن | ICTC-720 | 4 | 
| ۹ | سیگنال او سیستمونه | ICTC-616 | 4 | ۲۱ | د سیستمونو کنترول | ICTC-723 | 4 | 
| ۱۰ | SS-7 اوځیرکې شبکې | ICTC-617 | 3 | ۲۲ | د دیجیتل سیگنالونو پروسس | ICTC-824 | 4 | 
| ۱۱ | د سیلولر او موبایل شبکې | ICTC-618 | 4 | ۲۳ | د مخابراتود نظارت اصوا او تعرفې | ICTC-826 | 2 | 
| ۱۲ | د پروژې ډیزاین | ICTC-827 | 5 | 
 | 
 | 
 | 
 |