کابل پوهنتون ته د نویو ورتلونکو محصلینو د داخلېدو میکانیزم:

د کانکور له لارې د ورځې، شپې، څوارلسم پاس اختصاصي، دارالعلومونو او دینو مدرسو څخه نوي محصلین کابل پوهنتون ته جذبیږي او په مختلفو پوهنځیو کې په عملي ډول درسونه پلوي. د نویو محصلینو نوملیکنه او اساس د محصلینو معاونیت له لارې تر سره کیږي، چې د دندو لایحه (د ای ډي نمبر پر بنسټ په انلاین ډول د نویو محصلینو نوملیکنه، په سیسټم کې د نویو محصلینو مکمل معلوماتو ثبتول، د نویو شامېلېدونکو محصلینو د سوانحو ثبت، په اړوندو پوهنځیو کې د نویو شامېلېدونکو محصلینو ریکارډ ثبت، پوهنتون ته د نویو داخلېدونکو محصلینو ته خبرتیا ورکول، د پوهنتون پېژندنې چارې یا د کابل پوهنتون پېژندنه او پوهنتون ته د نویو محصلینو داخلېدو له پیل تر فراغت پورې ټولې چارې په غاړه لري او اړوندو پوهنځیو ته د نویو محصلینو پېژندنه.

د محصلینو تحصیلي اسنادو طی مراحل:

د تحصیلي بنسټ له لوري د قانوني معیارونو او موازینو په رڼا کې د کابل پوهنتون مختلفو پوهنځیو فارغینو ته ډیپلومونه ورکول کیږي.

د کابل پوهنتون مختلفو پوهنځیو د ورځې او شپې برخو فارغانو جدولونه ترتیب، چې د پوهنځي محترم ریاست له لوري تر مهر او لاسلیک وروسته د کابل پوهنتون د محصلینو چارو معاونیت ته په رسمي ډول استول کیږي.  دا معاونیت یې تر کتلو او ارزونې وروسته د فارغانو جدول د یو رسمي ټاپه شوي او لاسلیک شوي مکتوب پر بنسټ له خپل لوري د لوړو زده کړو وزارت د دولتي محصلینو چارو ریاست ته استوي.

د کابل پوهنتون د مختلفو پوهنځیو فارع شویو محصلینو د ډیپلوم او ټرانسکرېپټ ویشل په ډلییز او انفرادي ډول د اړوندو پوهنځیو له لوري جوړ او اوډل او د پوهنځي د استازي له لوري د یو رسمي مکتوب سره دې معاونیت ته استول کیږي، چې دا معاونیت یې د نتایجو نومرو جدول تر کتلو او ارزولو وروسته، چې له مخکې د پوهنځي د محترم ریاست له لوري دې ادارې ته استول شوی او د محصلینو چارو مرستیال او د پوهنتون ریاست محترم مقام تر ټاپې او لاسلیک وروسته بیا د دې ادارې له لوري اړوندو پوهنځیو ته استول کیږي تر څو د یادو پوهنځیو استازي یې په رسمي ډول د دولتي محصلینو محترم ریاست کې تر بشپړېډو وروسته یې د فارغانو په واک کې ورکړي.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم