کابل پوهنتون او د افغانستان د دوامداره پرمختګ موخې

د دوهمې زریزې پرمختیا موخې پای ته رسیدلي، مګر نه یوازې په افغانستان بلکې په نورو پرمختللو هیوادونو کې، د پرمختګ سربیره، شتون لري او په خپل حالت پاتې دی.

پدې توګه په  2015  کې، ملګرو ملتونو د دوامدار پرمختګ موخو په نامه یو پروګرام (SDG- Sustainable Development Goal) په لاره واچاوه تر هغه وخته پورې نړۍ لاهم ننګونې په ګوته کولې، لکه د هوا بدلون، فقر، لوږه، روغتیايي مسایل ناامني، ضعیفه حکومتوالي او پراخ اداري فساد، د روڼتیا او حساب ورکونې نشتون، اقتصادي ودې ته د نفوس غیر مساوي وده، د میرمنو او انجونو زیان مننه، بیکاري، نا برابري، تاوتریخوالی، بې عدالتي، پاکو اوبو ته نه لاسرسی او دوامداره انرژي معرفي کړه. افغانستان د دې سترې نړیوالې کورنۍ د غړي په توګه، هم ژمنه وکړه، چې په تړون کې ټاکل شوي اوه ګونو موخو لپاره کار وکړي.

له همدې امله د ا. ا. د، د حکومت د 17 عمومي موخو څخه 16 عمومي لویې موخې، د 169 ځانګړي موخو څخه د 125 ځانګړي موخې، د 217 شاخصونو څخه د 190 شاخصونه د افغانستان شرایطو پراساس تطبیق شوي او د افغانستان دوامداره پراختیا اهدافو (A-SDG) په نوم نومول شوي دي. ټول شپاړس ګونه موخې له یو بل سره تړلي او ټولې ادارې موظفې دي تر څو په خپلو سټراټیژیو کې انعکاس او د هغوی د ترلاسه کولو لپاره برنامه جوړه کړي.

 همدارنګه هڅه وشوه تر څو شته امکانات او سرچینې همغږې کړي  او د افغانستان د دوامداره پرامختیا د ملي برنامو په لومړیتوبونه تبلور ومومي، ولې تر اوسه پورې د افغانستان د دوامداره پرمختګ موخو ته د رسېدو او تحقق لپاره لازمه برنامه نده  جوړه شوې، چې د کرونا ناروغي د خپرېدو او په هیواد کې د پراختیا شرایط سخت او لګښت یې زیات کړ. که چېرې مونږ د افغانستان دوامداره پرمختګ موخو يا A-SDGs ته وګورو لیدل کیږي، چې ښوونه او روزنه او لوړې زده کړې په 4 ، 8 ، 11 ، 12 ، او 16 شمېرو موخو کې منعکس شوي دي.

سربیره پردې ، 14 ځانګړي اهداف او 41 شاخصونه په مستقیم ډول دې مسلې سره تړاو لري. دا اړینه ده تر څو وڅېړل شي، چې د افغانستان پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو د هغو د تحقق لپاره کوم مسؤلیت لري. په کابل پوهنتون کې پدې باور لرو، چې پوهنتونونه او د لوړو زده کړو مؤسسې کولای شي د 16 تطبیق شوي اهدافو په اقتباس کې مهم رول لوبولای او د لوړو زده کړو له لارې دوامداره پرمختګ لاسته راوړلو کې مهم رول لري.

ځکه، چې پوهنتونونه نوی نسل د پوهې، مهارتونو، سلوک؛ د درسي برنامې وده؛ د نصاف د ماورای فعالیتونو سازماندهي او دوامداره ننګونو تفهیم او فرصتونه؛ د علمي څېړنو په لاره اچول، چې دوامداره اجنډا پیاوړي کړي او دا د اقتصادي ودې د یوې مهمې مولفې په توګه تلقین کړي.

مګر د دې لپاره، چې په مؤثره توګه عمل کړی وي او د افغانستان د دوامداره موخو د ترلاسه کولو کې روښانه شي باید لاندې بنسټیز موارد تامین شي. د پوهنتونونو یوکانسرسیون جوړ او د برنامو په ترسره کولو پیل وکړي، چې په محصلینو کې پیاوړتیا او وړتیا القا کړي. باید ټول کسان په لازمه پوهه او مهارتونو، چې د یو سیسټم اړوند دوامداره ارزښت او وړتیا ته شکل ورکړي، وکولای شي تجهیز کړي.

لږترلږه دوامداره وړتیاوې د سیستماتیک فکر اخیستونکی، د څانګو ترمنځ کار؛ د تفکر پیشبیني کوونکی، عدالت، مسؤلیت منل او اخلاق؛ انتقادي فکر او تحلیلي کار؛ انفرادي اړیکې او همکاري؛ همدردي او د لید بدلون؛ د اړیکو او رسنیو کارول؛ ستراتیژیک فکر، انفرادي برخه اخیستل، شننه او ارزونه؛ په عدم تحقق کې د تحمل روحیې منل او ابهامات شامل دي.

د افغانستان دوامداره پرمختیایی اهدافو لپاره د پوهنتونونو ژمنې: پوهنتونونه کولای شي له تجربو او تخصص، وړتیا او د رهبري له نفوذ څخه ګټه پورته ترڅو د 2030 دوامداره پراختیا اجنډا ترلاسه کولو او د دوامداره پالیسۍ او تمرینونه لپاره ټول ښکیل لوري وهڅوي.

دریم د پوهاوي لوړول: مطالعات ښیې، چې ډیری زده کونکي او پوهنځي د افغانستان دوامداره اهدافو څخه بې خبره دي. اړینه ده ترڅو پوهنتونونه د محصلینو او استادانو د پوهاوي او پدې توګه ټول کورني او بهرني شریکان د افغانستان د دوامداره پرمختیایی اهدافو په اړه پوهه لوړه کړي.

څلورم علمي څیړنې: پوهنتونونه باید له خپلو ټولو تجربو او تخصصونو څخه ګټه پورته ترڅو د کمي او کیفي څیړنو او د افغانستان د موخو د دوامداره پرمختګ لپاره یې ترسره کوي. غوښتنه کوي، چې دولتي پوهنتونونه د بودجې او امکاناتو له محدودیت سره مخ ده د هغوی څېړنیزې برنامې تمویل او معاصرې ټکنالوژي، چې د دوامداره پرمختګ لپاره اړینې دي پدې برخه کې له کورنیو او نړیوالو سرچینو په ځانګړي توګه د دولت په همکاري د ملګرو ملتونو څخه برابره او د پوهنتونونو په واک کې ورکړي.

نهایتآ د پوهنتونونو، دولتي ادارو او خصوصي سکتور ترمنځ د اندازه کولو، راپور ورکولو او د ډیټا تبادلې په برخه کې قوي همکاري او اړیکې شتون لري. مونږ اړتیا لرو تر څو په هره برخه لکه د علمي څېړنو، د تجربو تبادله او د ډیټا همغږۍ په برخه کې اسانتیا راولو تر څو د افغانستان دوامداره پرمختګ تحقق ومومي.

د کابل پوهنتون اړین ګامونه، چې د افغانستان د دوامداره پرمختګ د تحقق لپاره مرسته کوي د کابل پوهنتون د بدلون برنامې تر عنوان لاندې تر لاسه لاندې نیولي دي. پدې اقداماتو کې هغه څه، چې مونږ یې اوس تر سره کوو لکه د شته برنامو څارنه او ارزونه، د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه د هڅو زیاتوالی، د علمي رسالو موخه ییز کېدل، د داخلي وړتیاوو ښه والی د دوامداره پرمختګ موخو مالکیت، د ټولنې د پرمختګ اړتیاوو پر بنسټ د تحصیلي نصاب نوي کول، هغو برنامو ته پاملرنه، چې د پوهه ییزه اقتصاد سره مرسته کوي، د لومړیتوبونو او فرصتونو تشخیص، ګډون، په سټراټیژیو کې د دوامداره پرمختګ موخو پلي کول، د دوامداره پرمختګ پیاوړتیا سره د محصلینو، کارمندانو او استادانو روزنه، پالیسي او برنامې، څارنه، ارزونه او په پرمختګ او دوامداره عمل برنامو کې ټولې اړیکې ترسیم شوي دي

کابل پوهنتون په تېرو پنځو کلونو کې له هغه وخته، چې د ملګرو ملتونو دوامداره پرمختګ موخې UN-SDGs  په ۲۰۱۵ ز، چې ۱۳۹۴ هـ ش کې معرفي شوي دي، په هغه شکل د پاملرنې وړ ګرځېدلي دي او پدې برخه کې یو لړ اقدامات تر سره شوي، چې په یو ډول د هغوی په تحقق کې همکاري کوي او د افغانستان په دوامداره پرمختګ کې ګټور واقع کیږي. د مثال په ډول د ۲۵٪ محصلینو د جذب زیاتوالی، له ۳۱٪ څخه ۴۶ ٪ ته د ښځینه محصلیو د جذب زیاتوالی او د استاد او محصل د نسبت غوره والی له ۴۲ څخه ۳۶ ته، ټولو هغو ښځینه محصلینو ته، چې له ۳۱ کیلو متره فاصلې څخه راځي د اعاشې او اباتې برابرول د یادونې وړ دي. پدې توګه د برنامې له نظره تر ۶۰٪ زیاتې برنامې نوې شوي دي، اوه د لیسانس برنامې او د ماسټري پنځه نوې برنامې معرفي شوي دي او د ماسټري شپږ نورې برنامې تر کار لاندې دي. همدارنګه د استادانو د مسلکي پرمختګ مرکز جوړول، د محصلینو د وړتیاوو د زده کړې پرمختګ مرکز، د علمي څېړنو مرکز او د کیفیت تضمین واحد هغه موارد دي، چې په 2030 کې د کابل پوهنتون د دوامداره پرمختګ د موخو د تحقق برخه ښيي.

 

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم