په مختلفو برخو کې د محصلینو ظرفیت لوړونه

د محصلینو د خدمتونو تنظیم امریت د کابل پوهنتون د محصلینو چارو معاونیت په تشکیلاتي جوړښټ کې فعالیت کوي. تر اوسه پورې د پوهنتون د مختلفو پوهنځیو تقریبآ د (۳۰۰) په اندازه هلکانو او نجونو د مایکرو سافټ افیس، د دندې مهارتونه او رهبریت په برخو کې زده کړې کړي، چې د کورسونو ټولو ګډون کوونکو ته ښونیز سرټیپکيټونه د دوی هڅونې او کاري سند په موخه ورکړل شوي دي.

لیدلوری: په مختلفو برخو کې د محصلینو ظرفیت لوړونه؛

ماموریت: د پوهنتون محصلینو ظرفیت لوړونې بهیر تسریح تر څو تر فراغت وروسته وکولای شي د کار په بازار کې سیالي وکړي.

بنسټیزې موخې: د محصلینو فکري، فرهنګي او ټولنیزې ودې ته د زمینې برابرول او د دوی لپاره د دندو فرصتونو جوړول.

کړنې:

مایکروسافټ افیس

  • مونوګراف لیکنه:

هغو محصلینو، چې د ورډ ښوونیز کورس کې ګډون کړی وي کولای شي پوهنتوني معیارونو ته په کتو بې له کومې ستونزې خپل مونوګراف ولیکي، چې مخکې محصلینو خپل مونوګراف د روپیو په بدل کې په نورو لیکل.

  •  سي وي (CV) لیکنه:

له هر ډول (CV) سره د محصلینو بلدتیا، محصلین اعلان شوو بستونو ته په کتو کولای شي خپله سي وي جوړه کړي تر څو د ده سي وي د هغو ادارو، چې بستونه یې ازادې سیالی ته وړاندې کړي د منلو وړ شي.

  • د پرېزنټېشن جوړول:

ګران محصلین کولای شي د (PowerPoint) پروګرام په زده کړې سره د پرېزنټېشن د جوړولو وړتیا زده، تر څو دوی ښه پرېزنټېشن ولري.

  • د ډیټابېس جوړول:

محصلین د اکسل کورس تر زده کړې وروسته کولای شي یو معیاري ډیټابېس جوړ او مختلفې محاسبې د اکسیل پروګرام پر بنسټ تر سره کړي.

دا برنامې کارېدونکي دي او ګډون کوونکي پدې توانوي ترڅو وکولای شي په کاري، تحصیلي او ورځني ژوند کې خپل کمپیوټري کارونه په بریاليتوب سره تر سره کړي.

شغلي مهارتونه

محصلین د دې برنامې په لړ کې لاندې برنامې زده کوي:

  • د کار لټون او د شبکې جوړونې مهارتونه:

محصلین د کار له ګڼو میتودونو سره بلد شوي او بریالي به شي، چې ګټور میتود وټاکي او ویې څاري.

  • د معیاري لنډو سوانحو (Resume) لیکل:

محصلین زده کوي، چې څنګه معیاري لنډې سوانح ولیکي او د سي وي او ریزومي په توپیر پوهه او پدې به وتوانیږي، چې په کوم ځای کې سي وي او په کوم ځای ریزومي څخه ګټه پورته کړي.

  • د کور لېټر لیکل (Cover letter):

محصلین زده کوي، چې څنګه یو معیاري کور لېټر (Cover letter) ولیکي تر څو د استخدام کوونکي د پاملرنې وړ وګرځي او د شارټ لست کېدنې چانس یې زیا شي.

  • د کاري مصاحبې مهارتونو زده کول (Interview skills):

محصلین زده کوي، چې څنګه په محاصبه کې ګډون وکړي ترڅو وکولای شي استخدام کوونکی راضي کړي، چې د دې کار لپاره غوره ټاکنه ده تر څو وټاکل شي.

رهبریت:

  • په ځان د باور زیاتونه: یوې واحدې موخې ته د رسېدو او دې موخې ته د رسېدو لپاره د سټراټیژي پېژندنه او دې موخې ته د رسېدو لپاره داغېزمنو اړیکو جوړول، د نورو یوځای کول او تر اغېز لاندې راوستل دي.
  • د یو باورې چاپېریال جوړول، هغه ځای، چې نور غواړي تا تعقیب کړي: یو ښه اورېدونکی واوسئ، ترڅو په ټولو اندونو ښه پوهه شئ؛ ريښتینې خبرې وکړئ، نظرونه واخلئ او معلومات شریک کړئ، ريښتینوالي وښیی او په خپلو خبرو عمل وکړئ، داسې کار اختیار کړئ، چې نور تاسې تعقیب کړي.
  • د غوره پلان جوړونې وړتیاوو لرل: داسې کس واوسئ، چې د نورو لپاره زېری ورکوونکی واوسئ حتی که کارونه ستاسو د خوښې خلاف تر سره کیږي، د نورو له لاسته راوړنو څخه سم درک ولرئ، اندېښنه مه کوئ، چې اشتباه کیږي نه ناکامیږئ، اعتراف وکړئ او پر مخ لاړ شئ.
  • په لاسته راوړنو ستایل کېږئ: که چېرې ښې لاسته راوړنې ولرئ د مقاماتو د ستاینې او هڅونې سبب کېږي، چې دا هڅونه د رهبرانو د زیات پرمختګ باعث کیږي.
  • غوره کاري فرصت او د ښه عاید فرصت تر لاسه کړئ: که چېر ښه رهبر واوسئ، چې د ورځنیو کارونو په تر سره کولو کې زیات عاید تر لاسه کړئ. 

د اکسل برنامې ښوونیز ټولګي بهیر

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم