د کابل پوهنتون رهبري هيئت د AHEAD برنامې له مسوولینو سره وکتل او خبرې یې وکړې

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۸ - ۱۴:۵۱
ku

د کابل پوهنتون رهبري هيئت د AHEAD برنامې له مسوولینو سره وکتل او دواړو لورو په مختلفو برخو کې د کابل پوهنتون د پراختیا او پياوړتیا په برخه کې په ګ‌‌‌‌‌‌ډو همکاریو خبرې وکړې.

پدې ناسته کې، چې د روان کال د مرغومي میاشتې په اوومه نېټه د کابل پوهنتون د رییس پوهانددکتور محمد عثمان بابري او د علمي او محصلینو چارو مرستیالانو، په افانستان کې د AHEAD برنامې رییس ښاغلي مایکل بلندیل،  ‌‌‌‌‌‌مرستیال ډاکټر وحید عمر او مل هئيت، د کابل پوهنتون د یو شمېر پوهنځیو رییسانو او پوهنتون د ریاست دفتر یو شمېر کارکوونکو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون د کابل پوهنتون د علمي ناستو په تالار کې جوړه شوې وه، د اهې‌‌‌‌‌‌ډ برنامې رهبري او د افغانستان د لوړو زده کړو پروژو په برخه کې د دوی پروژو او بالعکس د کابل پوهنتون د رهبري او برنامو معرفي، دواړو لورو د ګ‌‌‌‌‌‌ډو همکاریو، د کابل پوهنتون د بنسټيزو اړتیاوو پېژندنه، د ګ‌‌‌‌‌‌ډ کار څرنګوالی ... په برخو کې په ګ‌‌‌‌‌‌ډو همکاریو خبرې وکړې او دواړو لورو څخه د دې همکاریو په پياوړتیا او د کابل پوهنتون د نویو برنامو په پياوړتیا په پوهنتون کې په بدلون یې تاکید وکړ.

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د ښه راغلاست ترڅنګ پدې لیدنه کې خبرې او د نویو برنامو، چې «د کابل پوهنتون لپاره د بدلون برنامه»، چې د پوهنتون د رهبري له لوري طرحه جوړه شوې، یادونه وکړه او د اهې‌‌‌‌‌‌ډ برنامې سره په همغږي یې پروژو ته په اشاره دې برنامې ته وویل: له یو لوري د کابل پوهنتون د بدلون برنامه او له بل لوري د پوهنتون د برنامو د پياوړتیا په موخه د AHEAD سره د همکاریو د اړیکو جوړول کولای شي د پوهنتون ښې راتلونکې ته هېله مند او د دې همکاریو جوړول یې د هغې د تحقق د پيل لپاره یو پيل یاد کړ. وروسته د یو شمېر پوهنځیو رییسانو، چې پدې لیدنه کې حضور درلود هر یو په خپل وار سره د خپلو پوهنځیو طرحې، لیدلوري او اړتیاوې بیان کړې او د همکاریو په پيل او د هغوی په پلي کېدو او د اقدام په عملي کېدو یې تاکبد وکړ.

د اهې‌‌‌‌‌‌ډ/ AHEAD برنامه د افغانستان د پراختیا لپاره د لوړو زده کړو د پياوړتیا په موخه یوه برنامه ده، چې د امریکا د متحده ایالاتو د نړۍ والې پراختیایي  برنامو (USAID)  په چوکاټ کې نوې طرحه جوړه شوې او په فعالیت یې پيل کړی دی، چې اوس د دې برنامې مسوولین په پام کې لري تر څو د پو هنتونونو  او د لوړو زده کړو سکتور د مهمو نکتو او بنسټيزو اړتیاوو د پياوړتیاوو په برخه کې همکاري وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۵:۵۸
Background image

د ديني-اصلاحي درسونو لړۍ پیل شوه

د درسونو دا لړۍ، چې د کابل پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت لخوا پيل شوه، يوه اونۍ دوام کوي او د پوهنځيو محصلين په کې په نوبتي شکل د يو ځانګړي مهالويش سره سم ګډون کوي.

په افتتاحيه غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۵:۵۰
Background image

"په افغانستان کې د حلالې غذا تولید، ستونزې او حللارې" علمي سيمينار جوړ شو

په کابل پوهنتون کې د «په افغانستان کې د حلالې غذا تولید، ستونزې او حللارې» تر عنوان لاندې علمي سیمینار جوړ شو. په دغه سیمینار کې د پوهنتون استادانو او محصلینو ګډون درلود.

د موضوع. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو