د کابل پوهنتون د رئيس پیغام

د کابل پوهنتون ویاړي چې د تاسیس له لومړۍ ورځې یې تر ننه د افغاني ټولنې په خدمت، پرمختګ، رهبرۍ او ارتقاء کې مهم رول او مثبت اغیز لرلی.

طبيعي ده چې تېرو څلورو لسيزو ناخوالو به د کابل پوهنتون هم زيانمن کری او ظرفيتي پرمختګ به يې تر يوه حده ټکنی کړی وي، ژمن يو چې د دغه ملي علمي څلي زیانمن اړخونه د الله تعالی په مرسته په خپل ټول توان سره ژر تر ژره بیرته ورغوو.

له شل کلن اشغال نه د هیواد له ازادۍ وروسته، اوس تر بل هر وخت د دې فرصت زیات دی چې په دې اکادمیک بنسټ کې د دیني او ملي ارزښتونو له روح سره برابر تحصیلي چاپیریال برابر شي. دا کار زموږ له لومړيتوبونو څخه دی او خپله دنده ګڼو چې د آینده افغانستان لپاره داسې متدین قیادتونه وروزو چې د مسلکي پوهې ترڅنګ په خپل افغاني هویت او فرهنګ د غرور احساس هم ولري. باور لرم چې د کابل پوهنتون علمي کادرونه دغه هدف ته ژمنتيا لري.

د کابل پوهنتون د خپل 90 کلن تاريخ په اوږدو کې د افغان محصيلنو ترڅنګ ګڼو بهرنيو محصلانو ته هم په بيلابيلو برخو کې د تحصيل لپاره د پام وړ فرصت برابر کړی او د لا نورو هرکلی کوي.

خوښ یم چې د کابل پوهنتون په استازیتوب بلنه درکوم چې د دې اکاډميک بنسټ له دوه ويشتو پوهنځيو او څه باندې سلو ډيپارټمنټونو څخه يو د خپلو لوړو زده کړو لپاره انتخاب کړئ او په دې توګه د خپل ولس لپاره د رښتیني خدمت جوګه وګرځئ.

ستاسو د برياليتوب په هيله.

دکتور اسامه عزيز
د کابل پوهنتون رئيس

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم