د کابل پوهنتون د استادانو د مسلکي انکشاف مرکز سره په همغږۍ د پوهنتونونو او لوړو زده کړه رهبري علمي سمینار جوړ شو

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۸ - ۱۶:۴۷
ku

د کابل پوهنتون د بدلون پلان پر بنسټ، چې پدې وروستیو کې د دې پوهنتون د رهبري له لوري جوړ شوی دی، د پوهنتونونو او لوړو زده کړو رهبري علمي سمینار (University Leadership Training) د روان کال د سلواغې میاشتې په ۲۷ نېټه د کابل پوهنتون د استادانو د مسلکي پرمختیا مرکز (PDC) له لوري او د لوړو زده کړو وزارت په همکاري د یوې اونۍ لپاره د چاپېریال ساتنې پوهنځي د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شو.

له کابل پوهنتون د استادانو مسلکي پرمختیا مرکز سره په همغږۍ او د لوړو زده کړو وزارت په ملاتړ د پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو رهبریت سمینار د کابل پوهنتون د پوهنځیو رییسانو او د څانګو امرینو لپاره جوړ شوی دی. دا سمینار، چې په پام کې ده د یوې اونۍ لپاره دوام ولري، «په مډرنه نړۍ کې د پوهنتونونو رهبریت»، «په افغانستان کې د پوهنتونونو عالي رهبري»، «د څېړنې کلتور د دودولو لپاره د غوره والي او ظرفیت جوړونه»، «د لوړو زده کړو موسسو د کیفیت تضمین او باور ورکونه»، «له سټراټیژیکو تفکراتو څخه په ګټه اخیستنه په برنامو او رهبری کې د مثبتو بدلونونو رامنځته کول»، «په لوړو زده کړو موسسو کې د کړکېچ مدیریت»، « د لوړو زده کړو موسسو مالي استقلالیت او د هغوی اقتصادي موثریت»، «د نړۍ د پوهنتونونو درجه بندي»، او ... موضوعاتو علمي او مسلکي بحثونه ترسره شول.

د دې علمي سمینار په پرانیسته کې، چې د دوشنبې په ورځ په یاد تالار کې جوړ شوی وو، د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري، د پوهنتون د علمي چارو مرستیال، د استادانو د مسلکي پرمختیا مرکز امر، د پوهنځيو رییسانو او د مختلفو پوهنځیو ډیپارټمنټونو امرینو شتون درلود، چې د دې علمي سمینار لومړۍ ورځ د کابل پوهنتون د سیول انجینري څانګې استاد دکتور پوهنمل بشیر احمد جاوېد « په پوهنتونونو او لوړو زده کړو بنسټونو کې رهبريت» موضوع وړاندې کړه او نور بحثونه به په راتلونکې یوه اونۍ کې تر سره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۹:۱۹
Background image

سلګونه محصلین له ظرفیت لوړونې کورسونو فارغ شول

په کابل پوهنتون کې له ژمنیو رخصتیو څخه په استفادې د ظرفیت لوړونې له لنډمهاله کورسونو څخه ګڼ محصلین فارغ شول.

دا کورسونه کمپیوټر، ویناوالۍ، خطاطۍ، مصنوعي ځیرکتیا، ګرافیک ډیزاین، علمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

د بهرنيو چارو وزير محصلينو ته وينا وکړه

په کابل پوهنتون کې د محصلينو په اصلاحي سيمينار کې د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزير ښاغلي امیرخان متقي محصلينو ته د ا.ا.ا د بهرنۍ او کورنۍ پاليسۍ او لاسته راوړنو په اړه وينا وکړه.

نوموړي اسلا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۲۶
Background image

د لوړو زده کړو وزیر محصلينو ته د شريعت پر مقاصدو وينا وکړه

د کابل پوهنتون او د مرکزي زون د امارتي او خصوصي پوهنتونونو شاوخوا زر تنو محصلینو ته د اصلاحي سيمينار په لړ کې، د ا.ا.ا د لوړو زده کړو محترم وزير شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم وينا. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: