د څیړنې شورا
دڅیړنې شورا د تصمیم نیونې او دعلمي څیړنو د طرحې لوړه مرجع ده او د وړاندېز شویوڅیړنیزو پروژو د ارزیابی صلاحیت لري. د دې شورا پرېکړې د علمي شورا له تائید او د کابل پوهنتون د ریاست تر منظورۍ وروسته د اجرا وړ دي.
د څیړنې شورا د پوهنځیو له باصلاحیته استازو جوړه ده او لاندې ټاکلې دندې پرمخ وړي:
- د وړاندېز شوو څیړنیزو علمي پروژو بررسی کول.
- د علمي کادر غړو هغو پروپوزلونو ارزیابی چې په علمي ترفیعاتو کې ترې ګټه پورته کوي او د دوکتورا او ماسترۍ برنامو د محصلینو پروپوزلونو ارزیابی کول.
- د څیړنی د راپورونو کتنه او ارزیابی کول.
- د وړاندېز شوو څیړنیزو پروژوباندې غور اوبیا کتنه او د هغې د ترسره کولو سره موافقه کول.
- د څیړنیزو پروژو د بشپړولو وخت ټاکل.
- د څیړنیزو پروژو ارزونه اود لایحې له مخې د څیړنې حق الزحمه(حق التحقیق) ټاکل.