د پاراکلینیک ډيپارټمنټ
د پاراکلینیک ډیپارټمنټ په باکتریولوژي، پتالوژي، مایکولوژي، ویرولوژي، پارازیتولوژي، ایمیونولوژي او سیرولوژي، د حیاتي خطر مدیریت، وترنري عامه روغتیا، اپیډیمیولوژي، د حیاتي احصایې اساسات او د فارمي مرغانو ناروغیو په برخو کې نظري او عملي تدریس ترسره کوي. دا ډیپارټمنټ د وترنري طب مهم او اساسي مضمونونه تر خپل پوښښ لاندې لري. ډیپارټمنټ د علمي او تطبیقي څېړنو په برخه کې د دوکتورا او ماستري کچې وړ علمي کادر غړي او دوه د لابراتوار همکاران لري. په ټولو مضمونونو کې د علمي او تطبیقي څېړنو ښه ظرفیت موجود دی، چې د دې ډیپارټمنټ د ځان بساینې په برخه کې ارزښتناک رول لوبولی شي. په دې ډیپارټمنټ کې مسلکي او تخصصي کادر شتون لري، چې په دولتي او خصوصي سکتورونو کې ترې اغېزمنه ګټه اخیستل کېدای شي. د دې ډیپارټمنټ د علمي کادر غړي په علمي، څېړنیزو او ټولنې ته د خدماتو وړاندې کولو په ټولو برخو کې ژمن دي. ډیپارټمنټ د ځان بساینې لپاره ښې لارې لري، لکه د اړوندو مضمونونو له لارې خدمات وړاندې کول، مشورې، د سروې پروژې، تطبیقي علمي څېړنې او روزنیز ـ تعلیمي پروګرامونه. دا ډیپارټمنټ د لوړې علمي وړتیا او قوي مسلکي ظرفیت ترڅنګ، د علمي مسؤلیتونو د ترسره کولو توان لري او کولای شي د حیواني روغیتا له سکتورونو (د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ محترم وزارت) او د عامه صحت له سکتور (د عامې روغتیا محترم وزارت) سره د وترنري خدماتو او واحد روغتیا تګلارې اړوندو پالیسیو او ستراتیژیو په جوړولو او پلي کولو کې همکاري وکړي.
همدارنګه، دا ډیپارټمنټ د واکسیناسیون د کمپاینونو په طرحه او ډیزاین، د پارازیتونو پر ضد د ستراتیژیکو او وقایوي پروګرامونو په پلي کولو کې مهم رول لوبولی شي. تر ټولو مهمه دا چې مالداري له حیواني صحت او تولید سره نږدې تړاو لري او د صحي خدماتو د وړاندې کولو له لارې د خوړو د امنیت، د سالمو حیواناتو د روزنې له لارې د کورنیو د معیشت د ښه والي او د پراخ تولید د تأمین سبب ګرځي، چې دا چاره د ملي عوایدو د پیاوړتیا لامل کېږي. سربېره پر دې، ډیپارټمنټ د ستونزو د پېژندنې، د معقولو حل لارو د موندنې، د عصري څېړنیزو میتودونو له لارې د مهارتونو د پیاوړتیا او د څېړنیزو پروژو د طرحې او ډیزاین لپاره بشپړ چمتووالی لري.