د زراعتي سوداګریزو پروپوزلونو لیکلو ورکشاپ په انلاین بڼه ترسره شو
د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي له لوري د هېواد د ۲۸ پوهنتونونو د زراعت پوهنځیو منتخبو محصلینو ته د زراعتي سوداګریزو پروپوزلونو لیکلو درې ساعته انلاین ورکشاپ ترسره شو.
دغه ورکشاپ د کرنې پوهنځي د استادانو له لوري وړاندې شو، چې په ترڅ کې یې درېیو تنو لوړ رتبه استادانو د پروپوزل لیکنې په اړه محصلینو ته عملي روزنه ورکړه او د زراعتي سوداګریزو پروپوزلونو د ترتیب او لیکلو بېلابېل اړخونه یې تشریح کړل.
د دغه ورکشاپ موخه د هغې سیالۍ لپاره د منتخبو محصلینو چمتو کول وو چې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو د انسجام رياست په ملاتړ د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي له لوري په لاره اچول شوې ده. د دې سیالۍ لومړی پړاو د اړوندو پوهنتونونو په کچه د تحریري ازموینې په بڼه ترسره شوی، چې په دویم پړاو کې به له هر پوهنتون څخه درې تنه ممتاز محصلین د عمومي سیالۍ لپاره کابل پوهنتون ته ور وپېژندل شي.
